پيښور کې د خوست زلزلې کې ټپي شوي ځوان درملنه

Your browser doesn’t support HTML5

د خوست اوسيدونکی محبت الله په زلزله کې ټپي شوی دی او د درملنې لپاره د پېښور دولتي روغتون ته راوړل شوی. هغه د تيرو اوو ورځو راهيسې په پيښور روغتون کې د بې هوښۍ په حالت کې پروت دی او معالجین يي وايي حالت يې د خطر نه بهر دی خو په بشپړه توګه رغیدل به يي دوه يا درې مياشتې وخت ونیسي.