د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: پکتیکا او خوست کې د زلزلې تازه ټکانونو لسګونه کسان ټپيان کړي


طالب چارواکي وايي، په پکتیکا ولایت کې د زلزلې د تازه ټکانونو له امله ۴۴ کسان ټپيان شوي دي.

د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمد امین حذیفه نن سه شنبه جولای ۱۹ (چنګاښ ۲۸) امریکا غږ ته وویل چې یاد کسان د دغه ولایت په ګیان او زېړوک ولسوالیو کې د تیرې او نن ورځې زلزلې له امله ټپيان شوي دي.

ښاغلي حذیفه زیاته کړه چې له دغه کسانو ۱۳ تنه په ګیان او ۱۸ تنه په زیړوک ولسوالۍ کې تپیان شوي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.

د پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل چې په ګیان او برمل ولسوالۍ کې د جون ۲۲ نېټې زلزلې پر مهال زیات زیانمن شوي کورونه په پرونۍ زلزله کې په بشپړه توګه نړېدلي دي.

نوموړي زیاته کړه چې ټول ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي او په خبره یې د دوو تنو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی.

له سیمې عیني شاهدان وايي چې د تازه زلزلې له امله خلک سخت ویرېدلي دي.

بل خوا د طالبانو حکومت د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د خوست ولایت په سپیرې ولسوالۍ کې هم د تیري شپې زلزلې له امله ۱۳ کسان ټپیان شوي او ۸۵ کورونه نړیدلي دي.

ددغه وزارت په وینا، کېدای شي د مرګ ژوبلې او زیانونو دا کچه لوړه شي.

پر همدې مهال د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر چې طبیعي پېښو ته د رسېدو کمېسیون مشري هم په غاړه لري ټولو ادارو ته امر کړی چې زلزله ځپلو ته ځان ورسوي او زیانمن شوي خلک وژغوري.

د یادونې وړ ده چې د تیرې جون میاشتې پر ۲۲مه په پکتیکا او خوست ولایتونو کې مرګونې زلزله رامنځته شوه چې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو لمخې، پدې زلزله کې ۱۰۳۶ کسان ووژل شول او ۲۹۴۹ نور ټپيان شول.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) پخپل راپور کې ویلي و چې د افغانستان په جنوب ختیځ کې د جون د میاشتې په زلزله کې ۴۵۰۰ کورونه څه ناڅه او یا په بشپړه توګه تخریب شوي او له دغه طبیعي افت څخه له ۳۶۱زرو زیات کسان اغېزمن شوي دي.

د اوچا د معلوماتو له مخې، د خوست او پکتیکا ولایت زلزله ځپلې په ناوړه وضعیت کې ژوند کوي او په خبره یې هغوی اوس مهال بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG