څارونکي: سوریه کې د نښتو له امله ۱۰ کسان وژل شوي

د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان د سه شنبې په ورځ جولای ۲۶ (زمري څلورمه) وویل چې د نوموړي هیواد‌ په جنوبي السویدا ولایت کې د حکومتي ځواکونو او مخالفینو ترمنځ په نښتو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان وژل شوي دي.

په بریټانیا کې دغه میشت سازمان وایي چې شپږ کسان د دمشق د حکومت ملاتړي او څلور مخالفین د السویدا ولایت په دوو کلیو کې وژل شوي، دا هغه ولایت دی چې اکثریت خلک یې د دروز قوم مذهبي عربان دي.

په سوریه کې د دوشنبې په ورځ تاوتریخوالي وروسته له هغه زیات شول چې د دمشق حکومت ته دوه مهم کسان اختطاف شول.

د دروز خلکو چې په ۲۰۱۱ کال کې د سوریې له کورنۍ جګړې مخکې د هغه هیواد له درې سلنه څخه کم نفوس جوړاوه په پراخ ډول ځان د هغه هیواد له کورنۍ جګړې لرې ساتلی دی.

له همدې امله د سوریې السویدا ولایت له جګړو څخه‌ په امان کې پاتې شوی دی، که څه هم سیمه ایز ځواکونه مجبور شول چې په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۵ کلونو کې د اورپکو د بریدونو مخه ونیسي.

په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د تندلارو اسلامپالو په یو برید کې په دې ولایت کې ۲۵۰ کسان ووژل شول.

په دې ولایت کې د سوریې حکومتي ادارې او امنیتي ځواکونه فعال دي او د سوریې امنیتي قواوي د یاد ولایت په سرحداتو کې ځای پرځای شوي دي.

د شمیرو له مخې د سوریې د کورنۍ جګړې راوروسته چې په ۲۰۱۱ کال کې د مظاهرو له خپلو وروسته پیل شوه، کابو ۵۰۰ زره کسان وژل شوي او په میلیونونه نور له خپلو کورونو بیځایه شوي او یا نورو هیوادونو ته کډوال شوي دي.