د لاس رسي وړ اتصالات

خامنه يي اردوغان ته: په سوریه کې به د ترکیې برید د سیمې  په زیان وي 


د ترکیې ولسمشر له خامنه یي سره ملاقات کوي
د ترکیې ولسمشر له خامنه یي سره ملاقات کوي

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د سه شنبې په ورځ جولای ۱۹ (چنګاښ۲۸) د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په ملاقات کې خبرداری ورکړ چې په سوریه کې به د ترکیې هر ډول برید د سیمې په «زیان» وي.

ښاغلی اردوغان د مسکو، تهران او انقرې ترمنځ د دریو اړخیزو خبرو لپاره ایران ته تللی دی. ترکیې په وار وار خبرداری ورکړی دی چې په سوریه کې به د تندلارو په ضد عملیات پیلوي‌ چې «یوه با امنه» سیمه جوړه کړي او کردي ځواکونه د ترکیې له سرحد څخه ۳۰ کیلیو میتره لېرې وشړي.

د ایران مذهبي مشر خامنه يي ‌وویل: «دا کار هم د سوریې، هم د ترکیې او هم د سیمې په زیان دی او په دې برخه کې به د سوریې له لوري ممکنه سیاسي‌ اقدام هم ټکنی کړي.»

خو نوموړي د ترهګرو ډلو سره د مبارزې په اړه وویل: «باید د ترهګرۍ مخالفت وشي خو په سوریې کې به پوځي برید د ترهګرو په ګټه وي او ترهګرذ هم په یوې ډلې پورې تړلې نه دي.»

تر دې مخکې د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي‌ هم خبرداری ورکړی و چې په سوریه کې به د ترکیې هر ډول پوځي اقدام په سیمه کې بې ثباتي ‌پیدا کړي.

د ایران مذهبي مشر دا خبره هم کړې ده چې د ترکیې د سرحد د امنیت ساتل خپل امنیت ساتل ګڼي او «تاسو هم باید د سوریې امنیت خپل امنیت وګڼئ، د سوریې مسائیل په خبرو حل کړئ، ایران، ترکیه، سوریه او روسیه دې د خبرو له لارې دا مسئله کړي».

په دې وروستیو کې دا هېوادونه د سوریې په مسائیلو باندې په خپلو کې سره خبرې کړي‌دي.

د فرانسې خبري‌ اژانس وایي‌ چې روسیه او ایران د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت او ترکیه د سوریې د مخالفو وسله والو ننګه کوي.

انقرې همدغه راز د کردي یاغیانو په ضد په اقداماتو لاس پورې کړی دی.

ترکیې له ۲۰۱۶ راپدیخوا په سوریه کې پوځي‌ عملیاتونه کړي دي او د کردي جنیګالیو په ضد یې د داعش او د سوریې رژیم ته وفاداره جنګیالي په نښه کړي دي. سوریې د ترکیې له لوري د تازه عملیاتو د پيلولو ګواښونه غندلي دي.

XS
SM
MD
LG