د افغانستان په اړه د مرکزي اسیا د تماس د ډلې غونډه وشوه

د قزاقستان پلازمېنه آستانه د دوشنبې په ورځ (فبروري۱۶) د افغانستان په اړه د مرکزي اسیا د هېوادونو د ځانګړو استازو د سیمه‌ییز تماس ډلې د فوق‌العاده غونډې کوربنه وه.

په دې ناسته کې د قزاقستان، قرغیزستان، تاجیکستان او اوزبیکستان استازو ګډون کړی و.

د غونډې اجنډا له افغانستان سره پر سوداګریز او اقتصادي همکاریو متمرکزه وه، چې پکې ګډې پروژې، د پانګوونې خوندیتوب، د ترانزیټي تعرفو تګلاره او د افغانستان له لارې د ترانسپورتي دهلیزونو پراختیا شامله وه.

د تماس د ډلې جوړېدل د منځنۍ اسیا د هېوادونو د مشرانو د شپږمې مشورتي غونډې د پرېکړو عملي بڼه بلل کېږي، چې تېر کال په آستانه کې شوې وه.

دغه پرېکړې د ۲۰۲۵–۲۰۲۷ کلونو لپاره د سیمه‌ییزې همکارۍ د لارې په نقشې کې هم منعکس شوې دي. د دې ډلې لومړۍ غونډه د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۲۶مه په تاشکند کې شوې وه.

د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي، ارکین توکوموف، ویلي چې آستانه له افغانستان سره د همکاریو پر مهمو موضوعاتو د رغنده نظر تبادلې او عملي حل‌لارو موندلو ته لېواله ده.

قزاقستان په وروستیو کلونو کې افغانستان د خپلې بهرنۍ پالیسۍ له لومړیتوبونو ګڼلی او د راپورونو په اساس پر منظم او حساب‌شوي چلند یې ټینګار کړی دی.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومرت توکایوف په ۲۰۲۱ کال کې په کابل کې د واک له بدلون وروسته افغانستان ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.

هغه د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په ۱۷مه په دوشنبه کې د شانګهای د همکارۍ سازمان په سرمشریزه کې ویلي وو چې افغانستان باید یوازې د خطر د سرچینې په توګه ونه کتل شي، بلکې د سیمې د پرمختګ احتمالي محرک هم کېدای شي، په دې شرط چې ثبات او اقتصادي بیا رغوونه پکې تامین شي.

نوموړي وروسته د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلې کې هم د افغانستان په راتلونکي سیاسي نظام کې د ټولشمولیت پر اړتیا ټینګار کړی و او دا یې د ثبات لپاره عملي شرط بللی و.

تېر کال د افغانستان لپاره د ولسمشر د ځانګړي استازي د څوکۍ جوړول او توکوموف ته د دې دندې سپارل هم د آستانې له لوري د یوه منظم او ستراتیژیک چلند نښه بلل کېږي.

طالب چارواکو تر اوسه د تماس ډلې غونډې ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د افغانستان ځینو رسنیو دغه غونډه د سیمې او افغانستان دواړو په ګټه بللې ده.