ملګري ملتونه: د افغانستان میلیونونه وګړي لا هم د څښاک پاکو اوبو ته منظم لاسرسی نه لري

د ملګرو ملتونو د بشري مېشتېدنې پروګرام، UN-Habitat وايي، په افغانستان کې میلیونونه خلک لا هم د څښاک پاکو اوبو ته ډاډمن لاسرسی نه لري.

دغه اداره د «راځئ اوبه ټولو ته د لاسرسي وړ کړو» تر عنوان لاندې نن دوشنبه پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د اوبو د سرچینو او فاضله موادو سم مدیریت او د ښاري پلان جوړونې اغېزمنې تګلارې کولی شي د اوبو سرچینې خوندي، د حفظ‌الصحې وضعیت ښه او سالمې ټولنې رامنځته کړي.

UN-Habitat ټینګار کړی چې اوبه د ژوند بنسټ دی او پاکو اوبو ته د ټولو خلکو لاسرسی د پایښت لرونکي پرمختګ لپاره اړین دی.

ملګري ملتونه داسې مهال افغانستان کې د اوبو د کمښت خبر کوي چې وار د مخه هلته په ځانګړي ډول کابل، اوسېدونکي د اوبو د کمښت او ککړتیا شکایت کوي. په ځینو سیمو کې څاګانې وچې شوې او یا د ځمکې لاندې اوبه دومره ښکته تللې چې خلک د پاکو اوبو د ترلاسه کولو لپاره له جدي ستونزو سره مخ دي.