متقي او عبداللهيان په ایران کې د افغان مهاجرو د وضعیت په اړه خبرې کړي 

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر امير عبداللهيان

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او د ایران د بهرنیو چارو وزیر په ایران کې د افغان کډوالو په وروستیو ستونزو او د دیپلوماتانو د امنیت په اړه خبرې کړي.

په ایران کې د یو شمیرایراني اوسیدونکو له خوا افغان کډوالو سره د ناسم چلند په اړه د رپوټونو د خپریدو او په کابل او هرات کې د ایران سیاسي نمایندګیو پر وړاندې د افغانانو د لاریونونو وروسته تیر ماښام د اپریل په ۱۸ (وري ۲۹) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر امير عبداللهيان په تیلیفون کې خبرې کړي دي.

په دغو ټیلیفوني خبرو کې دواړو خواو د نوم د اخیستلو پرته «ځینې مغرضې کړۍ» د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د خرابیدو لپاره په هڅو تورنې کړي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د دغو خبرو په اړه خبریالانو ته ویلي، چې دواړو خواو په دغو تیلیفوني خبرو کې په ایران کې د افغان مسافرو او مهاجرو پر عمومي ستونزو، وروستیو پيښو، دوو اړخیزو اړیکو، دیپلوماتیکو استازولیو او دپلوماتانو د امنیت، سوداګرۍ، اقتصادي او ځینو نورو موضوعاتو باندې په تفصیل خبرې کړي دي.

ښاغلي تکل وویل چې په نژدې راتلونکي کې به يو د دوی یو پلاوی ايران ته سفر وکړي او هلته به د مېشتو افغان مهاجرو او بنديانو په اړونده موضوعاتو خبري وکړي. هغه زیاته کړه چې: «دواړو لوریو څرګنده کړه چې ځینې مغرضې کړۍ هڅه کوي چې د رسنيو په کارولو سره د افغان-ایران ولسونو ترمنځ کرکه او نفرتونه ایجاد کړي او تاوتریخوالي ته لاره هواره کړي. د دغو ستونزو د مخنیوي لپاره په ډير ټینګار سره دواړو لوريو ژمنه وکړه چې چاته به اجازه نه ورکوي تر څو د دواړو دوستو او همسایه هیوادونو او ولسونو تر منځ د بد نیت فضاء ایجاد او واټن رامنځته کړي.»

ضیا احمد تکل وویل چې پدغو خبرو کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د مشر د مخدره موادو د کر، اخیستلو او پلور د بندیدو په فرمان خوښي څرګنده کړې او له افغان بزګرو سره د بدیل معيشت د برابرولو په برخه کې یې د همکارۍ لپاره چمتوالی ښودلی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دغو تیلیفوني خبرو په اړه په خپل رسمي انټرنیټي پاڼه کې لیکلي چې ښاغلي متقي «په کابل او هرات کې د ایران د سیاسي نمایندګیو پر وړاندې په شویو لاریونونو چې د ایران بهرنیو چارو وزارت تیری ګڼلی، ژور خفګان څرګند کړی او د ایران بهرنیو چارو وزیر ته یې د دیپلوماتیکو ودانیو د امنیت د خوندیتوب ډاډ ورکړی دی.»

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امیرعبداللهیان له قوله ویلي، چې هغه په دغو ټیلیفوني خبرو کې په ایران کې میشتو څو میلیون افغانانو ته د سهولتونو د برابرولو یادونه کړې او په ځینو ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي رپوټونه هغه درواغ او د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د خرابولو لپاره د دښمنانانو ناسم تبلغات بللي او ویلي دي چې دا تبلیغات د ځینو خواشینوونکو پیښو سبب شوي دي او د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دغو پیښو خواشیني څرګنده کړې.

همداشان د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې ښاغلي متقي د ایران د اوبو د حق په سر د خبرو لپاره افغانستان ته د دغه هیواد د تخنیکي ټیم د سفر هرکلی کړی دی.

د نړیوالو اړیکو یو افغان کارپوه سید جواد سجادي امریکا غږ سره په مرکه کې وویل، چې ایران د طالبانو حکومت سره په تعمل کې د نړیوالې ټولنې او د نورو ګاونډیو هیوادونو ته ورته چلند څخه کار اخلي. سید جواد سجادي وايي، چې اوس مهال د افغانستان او د طالبانو د حکومت په اړه ایران د صبر، انتظار او احتیاط سیاست څخه کار اخلي.

ښاغلي سجادي زیاته کړه: "په مشخص ډول ایران طالبانو سره په تعامل کې د خپلو سرحدونو د امنیت او ثبات په لټه کې دی. ایران له طالبانو تمه لري چې باید د مهاجرت مسله کنټرول کړي د مخدره موادو قاچاق کنټرول کړي او د دې سربیره پرینږدي چې سخت دریځي ډلې د ایران په سرحد کې فعالیت ولري".

ښاغلی سجادي وايي، چې په ورته وخت کې ایران هڅه کوي، چې افغانستان سره یې سوداګریزو او اقتصادي اړیکو ته زیان ونه رسیږي.