د لاس رسي وړ اتصالات

افغان مظاهره کوونکي ایران ته: د افغانانو سره بد چلند بند کړئ 


په کابل کې د ایران په ضد مظاهره
په کابل کې د ایران په ضد مظاهره

په ایران کې له افغان کډوالو سره د زور زیاتي او بد چلند د ځینو راپورونو له خپرېدو وروسته افغانانو د ایران په ضد مظاهرې پیل کړې او ایران یې په غبرګون کې په افغانستان کې خپل کونسلي خدمتونه بند کړي دي.

نن سه شنبه اپریل ۱۲ (وري۲۳) په کابل کې لسګونو کسانو د ایران په ضد مظاهره وکړه او په هغه هېواد کې یې له افغان کډوالو سره د ایران د امنیتي‌ ځواکونو او عادي افغانانو بد چلند وغنده.

مظاهره کوونکو ځینې شعارونه هم له ځان سره لېږدول چې پرې «ایران باید ظلمونه بند کړي» او «موږ عدالت غواړو» لیکل شوي وو.

یو مظاهره کوونکي منظور احمد فاروقي، چې وايي تازه له ایران څخه افغانستان ته راستون شوی، د فرانسې خبري اژانس ته وویل: «په دې وروستیو کې د ایران امنیتي‌ ځواکونه او عام خلک هلته له موږ [افغانانو] سره بد چلند کوي او کله یې چې پولیس موږ وویني، په ځمکه مو غورځوي او وهل ټکول کوي.»

طالبان معمولآ طالبان مظاهرو ته اجازه نه ورکوي، خو د ایران ضد دې مظاهرې ته یې اجازه ورکړې وه او د مظاهره کوونکو امنیت یې هم نیولی و.

تر دغې مظاهرې یوه ورځ مخکې په کابل، هرات او خوست کې هم سلګونو کسانو، د ادعا له مخې په ایران کې د افغان کډوالو سره د بد چلند، د غندلو لپاره مظاهرې وکړې.

په هرات کې مظاهره کوونکو د ایران بیرغ وسوځوه او د کونسلګرۍ امنیتي کیمره یې هم ماته کړه. له دغو مظاهرو وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو څخه د خپل سفارت او کونسلګریو د امنیت ټېنګولو غوښتنه وکړه. په یو بل اقدام کې نن ایران په افغانستان کې خپل کونسلي خدمتونه تر نامعلومې مودې پورې وځنډول او په تهران کې یې د افغانستان شارژدافیر احضار کړ.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي دي‌ چې د افغانستان شارژدافیر ته یې په هرات کې د ایران په کونسلګرۍ د برید په اړه «سخت اعتراض» کړی او له عاملینو سره یې د قانوني چلند غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د ایران په ضد دا مظاهرې له هغه وروسته وپارېدې چې په ټولنېزو رسنیو کې ځينې ویدیوګانې او تصویرونه خپاره شول چې په کې ښودل کېږي ځينې ایراني امنیتي ځواکونه او عام خلک یې له افغانانو سره بد چلند کوي،‌ وهي يې، رټي یې او سپکې سپورې ورته وايي. د دغو ویدیوګانو دقېقې نېټې او ځایونه معلوم نه دي، مګر افغانانو په پراخه کچه غندلې او د ایران له حکومت څخه یې غوښتي دي‌چې د افغان کډوالو سره «د زور زیاتي» مخه ونیسي.

ایراني چارواکو له افغان کډوالو سره د زور زیاتي او بد چلند راپورونه رد کړي دي او دا ډول ویدیوګانې او تصویرونه یې بې اساسه او «د افغانستان او ایران ډارول» بللي چې په وینا یې هدف یې «د دواړو هېوادونو د خلکو د عواطفو» پارول دي چې باید خلک اومسولان یې «هوښیار» واوسي.

څو ورځې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د ایران له سفیر سره ولیدل او په دې اړه یې ورسره د طالبانو د حکومت اندېښنه شریکه کړه.

ایران وايي له شاوخوا څلورو لسیزو راهېسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی.

XS
SM
MD
LG