ایران د عراق او لبنان مظاهرو کې بهرني هېوادونه تورن کړل

ایران وايي بهرني هېوادونه په عراق او لبنان کې مداخلې کوي

په داسې حال کې چې په عراق او لبنان کې د حکومتونو پر ضد مظاهرو زور اخیستی دی، ایران امریکا، سعودي عربستان او اسرایل تورن کړي چې په دغو هېوادونو کې ناامنیو ته لمن وهي.

د ایران د ولسمشر د دفتر مشر محمود واعظي د ایران دولتي اژانس ته ویلي: "زموږ مشوره تل په دغو هېوادونو کې د بهرنیو مداخلو بندول وو. متحده ایالتونه، سعودي عربستان او اسرائیل له دغو ځواکونو سره مالي مرستې کوي."

په همدې حال کې د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه یي د عراق او لبنان له مظاهره چیانو غوښتي چې د قانون په چوکاټ کې دې غوښتنې وکړې.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر۳۰) وویل:"د عراق او لبنان خلک ځينې مشروعې غوښتنې لري، خو دوی باید پوه شي چې د دوی غوښتنې د خپلو هېوادونو په حقوقي چوکاټ کې برابرې وي."

د فرانسې خبري اژانس وایي چې د ښاغلي خامنه يي دا خبرې د ایران په ملي تلویزون کې خپرې شو دي. ښاغلي خامنه يې همدغه راز وویل: "کله چې حقوقي بنسټ کمزوری شي، هېڅ اقدام نشي کېدی."

اخوا په عراق کې د شیعه ګانو یو اغیزناک شخصیت مقتضی الصدر چې د صدراعظم هادي الامیري کلک ملاتړ دی، د هغه د استعفا غوښتنه یې کړې ده. مقتضی الصدر د عراق په پارلمان کې د لوی ایتلاف مشر دی او له صدراعظم څخه یې غوښتې چې دنده پرېږدي.

د عراق په کربلا کې د سه شنبې په ورځ مخ پټو وسله والو پر مظاهره کوونکو بریدنه وکړل او شاوخوا ۲۰ کسان یې ووژل او سلګونه نور یې ژوبل کړل.

په بغداد او د عراق په جنوب کې خلک د حکومت پر ضد مظاهرې کوي.مظاهره کوونکي د فساد ضد مبارزه، صحي خدمتونه، کاري زمیني او نور تغیرات غواړي. تر دې دمه په دغو مظاهرو کې شاوخوا ۲۷۰ تنه وژل شوي دي.

په لبنان کې بیا د دغو مظاهرو له کبله ژوند او کاروبار ټکني شوي دي. تېره ورځ د دغه هېواد صدراعظم سعد حریري اعلان وکړ چې استعفاکوي. دا د مظاهره کوونکو یوه غوښتنه هم ده.