کندهار او هلمند کې طالبانو ته د درنې مر‌ګ‌ژوبلې اړولو ادعا

د افغانستان دفاع وزارت په کندهار او هلمند ولایتونو کې د افغان ځواکونو په جلا عملیاتو کې وسله‌والو طالبانو ته د درنې مرګ‌ژوبلې اړولو خبر ورکړی دی.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان امریکا غږ ته وویل افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د پنجشنبې په ورځ د کندهار ولایت ارغنداب، ژیړۍ او شاه ولیکوټ ولسوالیو کې د طالبانو په خلاف چاڼیز عملیات کړي دي.

د ښاغلي امان په وینا په دغو عملیاتو کې ۳۴ طالبان وژل شوي، ۲۲ نور ټپیان شوي دي او د دغې ډلې یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د ملي اردو ځواکونو د دغه ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د طالبانو د ۱۶ بریدونو مخه هم نیولې ده.

همداشان د افغانستان دفاع وزارت په هلمند کې د هوايي بریدونو په مهال د ۱۳ طالب جنګیالیو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

ددغه وزارت د ویاند د مرستیال په وینا دا هوايي عملیات تېره ورځ د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې شوي دي.

فواد امان وویل په دغو عملیاتو کې د طالبانو درې جنګیالي ټپیان شوي هم دي او یوه اندازه وسلې او مهمات یې له منځه وړل شوي دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه غبرګونه دی ښودلی.