د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د خبریالانو وژنه دې ودرول شي – اروپايي ټولنه


اروپايي تولنې په جلال‌اباد ښار کې د انعکاس تلویزیون د درېیو ښځینه کارکوونکو وژنې ته په اشارې ویلي چې په افغانستان کې د خبریالانو او ښځو په نښه کول باید ودرول شي.

اروپايي ټولنې په یو بیان کې ویلي چې د ۲۰۲۰ په ډسمبر کې د ملالې میوند له وژلو وروسته دا بریدونه د یو "ناوړه او خطرناکه" وضعیت ښکارندويي کوي چې د رسنیو کارکوونکي په ځانګړي ډول ښځې ورسره مخ دي.

په بیان کې راغلي: "دا په سیستماتیکه توګه په ژورنالستانو، بشري حقونو مدافعینو، د مدني ټولنې استازو او ملکي خدماتو مامورینو باندې د هدفي بریدونو او وژنو د اندېښمنوونکې لړۍ دوام دی، چې په ۲۰۲۰ کې د ۱۲۰۰ ملکي وګړو د ژوند په بیه تمامه شوې ده".

اروپايي ټولنې ویلي چې طالبان په مستقیم ډول او یا له اوربند سره د مخالفتونو له امله د ملکي تلفاتو او هدفي وژنو د لویې برخې مسول دي.

اروپايي ټولنې په افغانستان کې له رسنیو او د بیان له ازادۍ څخه د خپل ملاتړ په دوام ټینګار کړی او په شفافه توګه یې د ټولو هدفي بریدونو او وژنو د څیړلو تمه ښودلې ده.

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د سې شنبې په ورځ د انعکاس په نوم د خصوصي تلویزیون درې ښځینه کارکوونکې په دوو جلا وسله‌والو بریدونو کې ووژل شوې.

د افغانستان جمهوري ریاست دغه بریدونه غندلي دي او د طالبانو ډله یې پرې تورنه کړې ده. خو طالبانو ویلي چې پدې بریدونو کې یې لاس نه درلود او د داعش ډلې ادعا کړې چې بریدونه دوی کړي دي.

په افغانستان کې په وروستیو میاشتو کې په افغان خبریالانو بریدونه زیات شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي وايي چې وسله وال طالبان په افغان خبریالانو بریدونه کوي، خو طالبان دا تور ردوي.

XS
SM
MD
LG