د افغانستان کرکټ ټیم په پنځمه لوبه کې هم ایرلنډ ته ماته ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلي د شنبې په ورځ (اګست ۱۵) په خپله وروستۍ او پنځمه لوبه کې د ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلي ته د شپږو ویکټو په توپیر ماته ورکړه.

په افغان لوبغاړو کې رحمت شاه د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو او د دیارلسو څلوریزو او دوه شپږیزو په مرسته یې ۱۴۳ ناسوځیدلې منډې وکړې.

د رحمت شاه ترڅنګ بل ځوان افغان لوبغاړي صدیق الله اتل هم د پام وړ لوبه وکړه او د ۱۱۵ بالونو په وړاندې یې ۹۸ منډې وکړې. هغه په دې لوبه کې اوه څلوریزې او درې شپږیزې ووهلې.

په افغان توپ اچوونکو کې بیا عظمت الله عمرزي په لسو ارونو کې د ۷۴ منډو په ورکولو سره درې ویکټي واخیستې او الله محمد غضفر هم په اتو اورونو کې د ۳۴ منډو په ورکولو دوه لوبغاړي وسوځول.

په وروستۍ لوبه کې ایرلنډ لومړی توپوهنه وکړه او په پنځوسو اورونو کې یې د افغانستان لوبډلي ته یې د اوه لوبغاړو په سوځیدو د ۲۹۸ منډو هدف وټاکه چې افغان لوبډلي په نهه څلویښتم اور کې ورکړل شوی هدف پوره کړ.

د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ د ملي ټیم ترمنځ د پنځو لوبو دا سریز د اګست میاشتې په پنځمه نیټه پیل شو خو لومړۍ لوبه د باران له وجه لغوه شوه خو پاتې څلور لوبې افغانستان په قاطعیت سره وګټلې او په دې سره یې راتلونکي نړیوال جام ته هم لاره پیدا کړه.