په کندهار کې د ملي اردو هلیکوپټر لوېدلې

په کندهار کې د ملي اردو د یوې پوځي هلیکوپټرې د رالوېدو په پېښه کې پنځه تنه ټپیان شوي دي.

پېښه تېره شپه ۱۰ بجې د کندهار هوايي ډګر ته نږدې رامنځته شوې.

د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیز دوشنبې په ورځ د«لېندۍ پر۱۹مه» امریکا غږ اشنا راډیو ته وويل چې دغه هلیکوپټره په تعلیمي پرواز کې وه چې د تخنیکي ستونزې له کبله يې سقوط کړی.

نوموړي زیاته کړه چې د هلیکوپټرې د پيلوټانو په ګډون پنځه تنه په پېښه کې ټپیان شوي چې دم ګړی په یوه نظامي روغتون کې تر درملنې لاندي دي.

عزیز: هلیکوپټره د تمریناتو پر مهال لوېدلې

​​هغه وويل:"د ملي اوردو اړوند ۷۷۷ څرخي الوتکه چې په تمریناتي پرواز بوخته وه د هوايي ډګر په اړوند سیمه کې سقوط کړی او علت يې هم تخنیکي ستونزه وه."

د افغانستان د هوايي قول اوردو د دوهمې هوايي لوا تر څنګ د کندهار په هوايي ډګر کې د افغان پيلوټانو د روزنې تعلیمي مرکز هم له تېرو دوو کالو راهیسې فعالیت لري.

د نوموړي تعلیمي مرکز چاري نړیوال نظامي ښوونکي تر سره کوي چې په افغانستان کې د هوايي قواوو د روزنې له یوه مهم مرکز څخه هم بلل کېږي.

دا په کندهار کې په تېرو درو اونیو کې د ملي پوځ دوهمه هلیکوپټره ده چې سقوط کوي.

دا مطلب هم ولولئ په کندهار کې د ملي اردو هلیکوپټرې لوېدو پېښه کې۲تنه وژل شوي

تر دې مخکې د کندهار په معروف ولسوالۍ کې هم د ملي پوځ د هلیکوپټرې د سقوط په پېښه کې ۶ تنه وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي وو.

دا په روان کال کې د افغان هوايي پوځ ۹مه هلیکوپټر ده چې د تخینکي ستونزو له امله سقوط کوي.

ولې په اوو میاشتو کې د افغان پوځ ۷ الوتکې وغورځېدلې؟

که څه هم افغان چارواکي ډېر کله د هلیکوپټرو د لوېدو لامل تخنیکي ستونزې یادوي خو د افغانستان د هوايي ځواکونو پخواني قوماندان عتیق الله امرخېل تېره میاشت له امریکا غږ سره خبرو کې وویل چې یادې هلیکوپټرې د مسلکي او مجربو کسانو د نشتوالي او کموالي له کبله غورځېږي.