افغانستان له ایرلنډ څخه د شل اوریزو لوبو لړۍ وګټله- کرکټ

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د اسلامي بانک د کپ دوهمه شل اوریزه لوبه او سیریز له ایرلینډ وګاټه او ایرلینډ ته یې په ۲۱ منډو ماتې ورکړه.

ایرلینډ و نشو کړای چې د افغانستان د ۱۸۵ منډو هدف پوره کړي.

ایرلینډ د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۳ منډې وکړې.

په افغان بالرانو کې مجیب الرحمن د ایرلینډ درې لوبغاړي وسوځول، که څه هم مجیب الرحمن زیاتې منډې ورکړې وې.نورې درې ویکټې د شاپور ځدراڼ، ګلبدین نائب او راشد خان وې.

مجیب الرحمن د درې لوبغاړو په سوځولو سره د لوبې غوره لوبغاړی شو.

د ایرلینډ کپټان بلبیرني ۴۶ منډې وکړې.

پدغه لوبه کې کپټان اصغر افغان په ۴۹ منډو وسوځید او وې نشو کړای چې نیمه سلیزه پوره کړي.

رحمن الله ګربز ۳۵ منډې، حضرت الله ځاځي ۲۸، محمد نبي ۲۷، نجیب الله ځدراڼ ۱۶ او ګلبدین نائب ۱۳ منډې وکړې.

د ایرلینډ په بالرانو کې رنکین، یانګ او ډیلني یوه یوه ویکټه واخیسته.

دا لوبه د هند په ګریټر نویډا کې روانه ده، افغانستان لومړی بیټینګ پيل کړ.

د افغانستان لوبډله هماغه د لومړنۍ د شل اوریزې لوبې لوبډله ده او بدلون پکې ندی راغلی.

افغانستان خپله لومړنۍ شل اوریزه لوبه له ایرلینډ د ډک لویس د سیستم په اساس په یوولسو منډو ګټلې وه.