د لاس رسي وړ اتصالات

شهزاد محمدي باندې لګېدلي بندیزونه لیرې شول


د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې پر بیټسمین او ویکټ کیپر محمد شهزاد محمدي باندې یې د لوبې نه کولو بندیزونه لرې کړی دي، خو بورډ سره به د محمدي تړون باندې بندیز د ۲۰۲۰ زېږدیز کال تر اګیسټ میاشتې پورې پاتې وي.

کرکټ بورډ په یو ټویټ کې چې نن چهارشنبه (د کب ۷مه) خپور شوی په دې اړه یې ویلي چې له دې وروسته چې شهزاد محمدي د بندیزونو د لرې کېدول لپاره د یادې ادارې مشرتابه ته غوښتنه وکړه، دغه غوښتنه ومنل شوه.

د شهزاد محمدي قضیه اوه میاشتې مخکې هغه مهال رسنیزه شوه چې یو شمېر پاکستاني رسنیو اعلان و کړ چې دغه لوبغاړي پاکستان کې په نا قانونه توګه لوبې ته تللی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ د ډیسیپلین کمیټې د روان هجري لمریز کال د زمري میاشتې پر ۱۹ د شهزاد محمدي تړون تر نا معلوم وخت پورې وځنډاوه.

کرکټ بورډ د دغه کار لامل د اصولو نه د شهزاد محمدي د پرله پسې سرغړونو له امله ښودلی و.

اوس مهال شهزاد محمدي په بیلابیلو کورنیو او نړیوالو لیګونو کې لوبې کولی شي خو د قرارداد پرته په د دغه لوبغاړي لوبه پرته له معاشه وي.

XS
SM
MD
LG