د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان له ایرلنډ سره د کرکټ لوبو لپاره لوبغاړي اعلان کړل


د افغانستان کرکټ بورډ ایرلنډ سره د راتلونکو شل اوریزو لوبو لړۍ لپاره د لوبغاړو لست اعلان کړ.

په دې لست کې کپټان اصغر افغان، د هغه مرستیال راشد خان، مجیب الرحمن، حضرت الله ځاځی، رحمن الله ګربز، نجیب الله ځدراڼ، کریم جنت، محمد نبي، ګلبدین نایب، نوین الحق، شاپور ځدراڼ، قیس احمد، عظمت الله عمرزی، عثمان غني او سمیع الله شینواري شامل دي.

د کرکټ بورډ د غوراوي کمیټې مشر انډي مولز نن پنجشنبه (د سلواغې ۱۷مه) یوې خبري ناستې کې د ټاکل شویو لوبغاړو په اړه وویل "د شل اوریزو لوبو تر ټولو ښه لوبغاړي په لوبډلې کې نیول شوي دي او تمه ترې دا ده چې ایرلنډ لوبډلې سره ښه لوبه وکړي."

ټاکل شوې چې افغانستان او آیرلنډ په مارچ میاشت کې د شل اوریزو لوبو لړۍ د ترسره کولو لپاره په هند کې د سیالیو ډګر ته ووځي.

د شل اوریزو کرکټ سیالیو په دې لړۍ کې درې لوبې شاملې دي، چې د مارچ په شپږمه پیلېږي او افغانستان یې کوربه توب کوي.

دا په داسې حال کې ده چې یو کال دمخه افغانستان، اېرلنډ ته په درې شل اوریزو سیالیو کې ماتې ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG