د ټاکنو لپاره ښايي پر وسله والو هوايي بریدونه زیات کړو- رادمنش

افغان حکومت وايي سږکال پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو انتخابات کوي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي ښايي د وسله والو ډلو پر ضد هوايي بریدونه زیات کړي.

د دفاع وزارت ویاند وايي چې د پارلماني او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو د امنیت لپاره او د وسله والو ډلو د ګواښونو د مخنیوي لپاره به هوايي بریدونه زیات کړي.

د دفاع وزرات ویاند محمد رادمنش امریکا غږ ته وویل چې دوی تېرکال ۴۰۰۰ هوايي فعالیتونه درلودل‌ چې د سرتېرو ملاتړ لپاره او پر مخالفانو بریدونه په کې شامل وو.

نوموړي وویل افغان ځواکونه نژدې هره ورځ د ۷۰ او ۸۰ ترمنځ‌ هوايي فعالیتونه کوي ‌چې پر وسله والو ډلو بریدونه، د افغان پوځ د ځمکنیو عملیاتو ننګه او انتقالات په کې شامل دي.

هغه زیاته کړه چې د وسله والو مخالفانو په مورچلونو او هدفونو هره ورځ د څلورو او ۱۲ ترمنځ هوايي بریدونه کیږي. هغه ادعا وکړه چې د دغو هوايي بریدونو له کبله د ۱۰ او ۱۰۰ ترمنځ وسله وال مخالفان د جګړې له صحنې ویستل کیږي.‌

د افغان ځواکونو پر هوايي بریدونو سربېره، نړیوال ځواکونه هم وخت ناوخت د افغان پوځ په ننګه هوايي بریدونه او عملیات کوي.

ولسمشر ټرمپ د تېرکال په سپتمبر کې د افغانستان او جنوبي‌اسیا لپاره خپله تګلاره اعلان کړه او له هماغې راهېسې په افغانستان کې هوايي بریدونه زیات شوي دي چې د وسله والو طالبانو د نشه یي‌توکو د پروسس فابریکې اونورې مالي سرچینې هم په کې په نښه کیږي.