پنس او غني د افغانستان په تازه پرمختګونو خبرې وکړې

ښاغلي پنس د سه شنبې په ورځ ولسمشر غني ته تیلیفون وکړ

د ولسمشر ټرمپ مرستیال مایک پنس د سه شنبې په ورځ ( نومبر اوومه) له ولسمشرغني سره په تیلیفون کې د افغانستان په حالاتو خبرې وکړې.

ښاغلي پنس په افغانستان کې د اصلاحاتو د راوستلو په برخه کې وروستي پرمختګونه، سیاسي مشارکت او د راروانو انتخاباتو لپاره د افغان حکومت چمتوالي وستایل او دا مسایل یې د افغانستان د ثبات لپاره یې حیاتي وبلل.

ښاغلي پنس همدغه راز د داعش او نورو اورپکو ډلو سره په روان جنګ کې د افغان ځواکونو وړتیا هم وستایله.

د هغه له دفتره نه په یوه خپره شوې اعلامیې کې ویل شوي چې ولسمشر غني د افغانستان د امنیتي حالاتو او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په مورال باندې د ولسمشر ټرمپ د نوې تګلارې په مثبتو اغیزو خبرې کړې دي.

ښاغلي غني همدغه راز ویلي چې دغې تګلارې د جنګ په میدان کې د طالبانو پر ظرفیت او امکاناتو هم منفي تاثیرات کړي دي.

ولسمشر ټرمپ څو میاشتې مخکې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره خپله تګلاره اعلان کړه چې په کې پر پاکستان فشار راوړل شوی چې ترهګرو ته په خپلې خاورې کې ځای ورنکړي.

د ولسمشر ټرمپ مرستیال داسې مهال له ولسمشر محمد اشرف غني سره خبرې کړې چې ناټو پرېکړه کړې افغانستان ته ۳۰۰۰ نور سرتیري واستوي. دغه سرتېري به افغان ځواکونه روزوي، تجهیزوي او د ترهگرو پر ضد مبارزې کې به ورته سلا مشورې ورکوي.

د ناټو مشر ینس سټولټنبرګ ویلي چې د نویو سرتېرو د استولو هدف په افغانستان کې د روان "بندبست" ختمول دي.