سولیوان: اسرائیل او امریکا د ایران په وړاندې ګډې ستراتیژۍ ته اړتیا لري 

د جیک سولیوان او نفتالي بنیټ کتنه

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان د اسرائیل د صدراعظم نفتالي بنیټ سره په کتنه کې هغه ته ویلي چې متحده ایالات او اسرائیل د مختلفو امنیتي موضوعګانو په اړه په «حساس پیوستون» کې دي او باید ګډه ستراتیژي غوره کړي.

د ښاغلي بینټ دفتر د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۲۲ (مرغومي اوله) ددغه لیدنې کتنې ویدیو خپره کړې او په یوه اعلامیه کې یې ویلي چې دواړو خواو د ایران او د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو د هڅو په اړه خبرې کړي چې غواړي د ۲۰۱۵ کال اټومي تړون نوی کړي.

د اسرائیل صدراعظم د ایران د اټومي تړون د خبرو په تړاو د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار ته ویلي چې: «هغه څه چې په ویانا کې پیښیږي په راتلونکو کلونو کې به د منخني ختیځ په ثبات او د اسرائیل په امنیت باندې ژورې اغیزې ولري.»

اسرائیل د ایران او د نړۍ د ځواکمنو هیوادونو ترمنځ په خبرو کې شامل ندی. دې هیواد له اوږدې مودې راهیسې دا په ګوته کړې چې که دپلوماسي ناکامه شي د پوځي ځواک له لارې به د اټومي بم د جوړولو لپاره د ایران مخه ونیسي.

ایران د اټومي بم جوړول تل رد کړي دي.

ښاغلي سولیوان ویلي چې هغه اسرائیل ته د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن له لورې استول شوی « ځکه د عمده امنیتي موضوعګانو په هکله د دواړو هیوادونو د حساس پیوستون لپاره دا مهمه ده چې سره یوځای کښینو او ګډه ستراتیژي او مشترک نظر رامنځته کړو.»

د اسرائیل یوې معتبرې ورځپاڼې د هغه هیواد د هوایي ځواک د راتلونکي رئیس سره مرکه کړې او ورڅخه یې پوښتلي چې آیا د هغه ځواکونه تیار دي چې که لازم وي «سبا» په ایران برید وکړي، ډګر جنرال تومر بار په ځواب کې ویلي، «هو».

د امریکا د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کې امریکا د ایران او د نړۍ د ځواکمنو هیوادو ترمنځ له اټومي تړون څخه وایستله او پر ایران یې نور بندیزونه هم ولګول. د ښاغلي ټرمپ حکومت ایران د اټومي تړون څخه په سرغړونو تورن کړی و چې غواړي یورانیم په لوړه کچه غني کړي.

سپینې ماڼۍ ته د ښاغلي بایډن په راتګ سره یو ځل بیا د ایران او نړیوالو ځواکونو ترمنځ اټومي تړون سره د امریکا د بیرته یوځای کیدو لپاره هڅې روانې دي، خو امریکا غواړي چې دا تړون په داسې توګه نوی کړای شي چې ایران اټومي وسلو ته لاسرسي پیدا نکړي.