چین: امریکا نوې سړې جګړې ته لمن وهي 

په لندن کې د چین سفیر وايي امریکا له چین سره د سړې جګړې هڅه کوي

چین د پنجشنبې په ورځ د جولای ۳۰ (زمري نهمه) امریکا یوې نوې سړې جګړې ته په لمن وهلو تورنه کړه او ویې ویل یو شمیر مشخص سیاستوال هڅه کوي په نومبر میاشت کې د هغه هیواد د جمهوري ریاست له ټاکنو مخکې په خلکو کې خپل ملاتړ زیات کړي.

د امریکا جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ چین د غرب د یوه عمده رقیب په توګه ګڼي او د هغه هیواد جمهور رئیس شي جین پینګ یې تورن کړی چې له تجارت څخه ډیره ګټه پورته کوي او د کرونا ویروس د خپریدو په اړه حقیقت نه څرګندوي.

په لندن کې د چین سفیر لیو ژیاومنګ ددې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د نوې سړې جګړه یې کوم نښانې لیدلي، وویل چې امریکا متحده ایالتونو له چین سره د تجارت جګړه پیل کړې او دغه چلند کومه ګټه نه کوي.

ښاغلي ژیاومنګ وویل: " چین له زور نه کار نه اخلي. دا د آرام سمندر هغه غاړه ده چې غواړي له چین سره نوې جګړه پیل کړي، ځکه نو موږ باید ځواب ورته ولرو، موږ هیڅ سړې جګړې ته لیوالتیا نلرو."

دغه چینايي دیپلومات د جمهور رئیس ټرمپ او یا هم د دیموکرات کاندید جوبایډن نوم وانه خیست خو ویې ویل چې یو شمیر امریکايي سیاستوال دغه ډول هڅّه کوي او هر څه وايي چې وټاکل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د روانې میاشتې په پیل کې وویل امریکا غواړي د چین په وړاندې یو نړیوال ائتلاف جوړ کړي، هغه بیجینګ تورن کړ چې د خپلو ګټو د تامین لپاره د کروناویروس څخه د ګټې اخیستلو هڅه کوي.​