په اوکراین کې چارواکي وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د دونیتسک په ښار کې د روسیې په بمباریو کې لږ تر لږه پنځه ولسي خلک وژل شوي دي او ۲۱ نور ژوبل دي.
د سیمي والي پاولو کیریلنکو نن چهارشنبه جون شپږمه (چنګاښ۱۵) په خپل ټیلیګرام کې لیکلي دي چې «د هر جرم سزا به ورکړل شي.» چارواکي وايي چې دا ولسي خلک د ایوفدیویکا او سلوانسک سیمو کې وژل شوي دي.
د اوکراین چارواکي وايي روسیې د توغندیو ورول ډېر کړي دي. د روسیې تر یرغل مخکې په دغې سیمې کې ۱۰۷۰۰۰ خلکو ژوند کاوه.
د توغندیو د پیل په لومړیو شېبو کې چارواکوله خلکو وغوښتل چې سیمه پرېږدي، خو وروسته یې بیا وویل چې باید دا کار ونکړي او ځانونه دې وساتي.
روسي ځواکونو په همدې اوونۍ کې د لوهانسک ښار ونیوه او د دونیتسک په لوري د وړاندې تګ په ترڅ کې یې د سلوانسک او بخموت په سیمو یې بریدونه زیات کړل.
د روسیې د دفاع وزیر سرګي شوګو تېره ورځ وویل چې په اوکراین کې به جګړه تر هغه روانه وي چې «ټول اهداف ترلاسه شوي» نه وي.
روسیې د روان کال د فبرورۍ په ۲۴مه په اوکراین یرغل پیل کړ. امریکا او لویدیځو هېوادونو دا یرغل غندلی او په مقابل کې یې په روسي کلک بندیزونه لګولي او له اوکراین سره بشري او پوځي مرستې ډیرې کړي.
د دغه راپور ځینې معلومات د فرانسې او اسوشیتډ پرس له اژانسونو څخه اخیستل شوي.