تیر۲۴ ساعتونه افغانستان کې ۱۶۵تنه په کرونا ویروس اخته شوي

په تیرو څو میاشتو کې دا لومړی ځل دی چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل کې د کرونا ویروس مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.

د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو د هیواد په ۱۳ ولایتونو کې د کرونا ویروس ۱۶۵ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

روغتیا وزارت نن شنبه جون۲۷(چنګاښ۷) ویلي چې د تېرې ورځې راپدېخوا د کرونا ویروس د ۵۲۹ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې۱۶۵ یې مثب او پاتې منفي ثابت شوي.

د یاد وزارت د رسمي معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۳۰۶۱۶ تنو ته لوړ شو.

له یادو پېښو څخه ۲۷ په هرات، ۱۹ کندهار، ۷ بلخ، ۳۴ پکتیا، ۷ ننګرهار،۲۱غزني،۱۰ خوست، ۷ لغمان،۴هلمند، ۱ سمنګان،۱۷ پکتیکا،۳ ارزګان او ۸ په نورستان ولایت کې ثبت شوي دي.

د روغتیا وزارت په نننیو معلوماتو کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل ولایت کې د کرونا ویروس د مثبتې پېښې ثبتېدو راپور نه دی ورکړل شوی.

د افغانستان روغتیا وزارت ویلي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې شپږو ولایتونو پکتیا، خوست، بدخشان، هلمند، سمنګان او ارزګان ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله۲۰تنه مړه شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله د ټولو مړوو شوو کسانو شمېر۷۰۳ تنو ته لوړ شو.

همدارنګه ۳۶۸ تنه نور بیرته روغ شوي چې دې سره هم د ټولو بیرته جوړ شوو کسانو شمېر ۱۰۶۷۴ تنو ته ورسېد.

په هرات کې د کووید ـ ۱۹ ناروغانو درملنې لپاره د روغتیايي مرکز پرانیستل

پر همدې مهال د بې پولې ډاکټرانو سازمان په یوې اعلامیې ویلي چې سبا یکشنبه د جون پر ۲۸مه د هرات ولایت په ګذرګاه روغتون کې د کووید ـ۱۹ ناروغانو د درملنې څانګه پرانیزي.

هرات تر کابل وروسته د کرونا ویروس له امله تر ټولو ډير ځپل شوی ولایت دی چې تر دا مهاله دکرونا ویروس ۴۷۱۹ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس لومړۍ مثبته پېښه هم په دغه ولایت کې ثبته شوه.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د نن جمعې تر غرمې جون ۲۷(چنګاښ۷) پورې په نړۍ کې ۴۹۴۳۷۴تنه د یادو ویروس له امله مړه شوي او نژدې لس میلیونه نور په اخته شوي دي.