آیا چین غوښتل چې د کروناویروس له نړۍ پټ وساتي؟

د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې په تېرو دوو ورځو کې د کرونا په ویروس د اخته کسانو شمېر کم شوی

نن د فبروری په ۷مه نیټه (دلو ۱۸) هغه ډاکټر د کروناویروس له کبله مړ شو چې په لمړي ځل یې په چین کې د همدغه ویروس په اړه خبرداری ورکړی وو.

څلور دېرش کلن "لي وینلیانګ" په اول ځل د (WeChat) له لارې خپلو همکارانو ته د کروناویروس په اړه خبرداری ورکړی و. خو څو ورځې وروسته پولیسو هغه وګواښه چې دا خبره پټه پاتې شي او اړ یې کړ چې اعتراف وکړي چي د کرونا ویروس په اړه یې معلومات غلط دي.

ډاکټر وینلیانګ د جنوري په درېیمه د همدغه ویروس له کبله مړ شو. په ټولنیزو رسنیو کې ځینو کسانو هغه یو اتل بللی دی او د چین له حکومت څخه یې غوښتي چې له هغه بخښنه وغواړي.

په همدې حال کې د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو په بیجنګ تور لګولی دې چې نه یې غوښتل د کرونا ویروس په اړه خلک او نړۍ خبره شي.

چینايي چارواکي وایي چې د ډاکټر وینلیانګ د مړینې په اړه پلټنې کوي. د چین ولسمشر شي جینپنګ ویلي دي چې دا ویروس به مهاروي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د کرونا ویروس تر دې دمه شاوخوا ۶۳۸ کسان مړه کړي او څه باندې ۳۱۴۲۶ نور کسان په دغه ویروس اخته دي. دا سازمان وایي په تېرو دوو ورځو کې په دغه ویروس د اخته کیدو بهیر ټکنی شوی او په ورځني شمېر کې کموالی راغلی چې ښه خبر دی.

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ له خپل چینايي سیال سره په تیلیفوني خبرو کې د کرونا د ویرس د مهارولو په اړه د چین هلې ځلې ستایلي دي.