د لاس رسي وړ اتصالات

د کروناویروس؛ د مړو شمېر تر ۳۶۰ پورته شو


په فلپین کې هم یو تن د دغه ویروس له کبله مړ شوی
په فلپین کې هم یو تن د دغه ویروس له کبله مړ شوی

په چین کې چارواکي‌ وايي‌ چې د کرونا ویرویس له کبله د مړو شمېر ۳۶۰ ته رسېدلی دی.

شاوخوا ۱۷۲۰۰ نور کسان په دغې ناروغۍ اخته شوي دي.

په چین کې چارواکي وايي کروناویروس یوازې د دوشنبې په ورځ (فبروري۳) ۵۷ تنه مړه کړي دي. له کومې ورځې چې دا ویروس خپور شوی، دا په یوه ورځ تر ټولو ډېر انسانان دي چې له دې کبله مري.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د زرګونو کسانو معاینات لا معلوم نه دي او اټکل کیږي چې د کروناویروس تلفات به زیات شي.

په فلپین کې کرونا ویروس هم یو کس مړ کړی دی. دا له چین څخه دباندې د کرونا ویروس لومړی قرباني بلل کیږي.

د چین د چارواکو له لوري د کرونا ویروس له کبله د مړو د تازه ارقامو له اعلان وروسته، یو شمېر هېوادونو د بهرنیانو په سفر یو لړ محدودیتونه ولګول.

آسترالیا، جاپان او سنګاپور د هغو بهرنیانو په ورتګ چې چین ته یې سفر کړی کلک بندیزونه لګولي. تایوان، اسرائیل، مالیزیا، منګولیا او فلپین هم ورته اقدامات کړي‌دي.

د امریکا متحدو ایالتونو بېړنی روغتیایي حالت کړی. د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر د دغه هېواد د عامې روغتیا او بشري منابعو هغه غوښتنه ومنله چې غواړي هغو شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو ته چې شاید په دغه ویروس اخته وي، جلا ځای جوړ کړي چې قرنطین شي. دا هغه کسان دي چې له بهر څخه امریکا ته راځي.

د امریکا د روغتیا وزارت وايي‌تر دې دمه په دغه هېواد کې شاوخوا شپږ تنه په کروناویروس اخته تشخیص شوي دي. وروستی کس په سانفرانسیسکو کې تشخیص شوی چې چین ته یې سفر کړی و.

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان بیړنی حالت اعلان کړی او له نورو هېوادونو یې غوښتي چې چین ته په پروازونو او تګ راتګ بندیزونه او محدودیتونه ونه لګوي.

دا ویروس په لمړي ځل د چین د ووهان په ښار کې پیدا شو. په ښار کې ډېر خلک اوس قرنطین شوي او د تګ راتګ محدودیتونه لګول شوي دي.

په ووهان کې شاوخوا ۶۰ افغان محصلین هم شته، افغان حکومت وايي‌ همدا چې چین پر دغه ښار لګول شوي محدودیتونه لېرې کړل، دوی به دا محصلین کابل ته انتقال کړي.

XS
SM
MD
LG