نړۍ کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر تر ۶ میلیون کسانو واوښت 

د کرونا ویروس له کبله تر ټولو ډېر انسانان په امریکا کې مړه شوي

د امریکا د متحدو ایالتونو کې د جانس هاپکینز د کروناویروس د منابعو مرکز وايي چې د کرونا ویروس له کبله په نړۍ کې د مړه شویو انسانانو شمېر تر شپږ میلیون واوښت.

د دغه مرکز په رسمي ویبسایټ کې لیکل شوي دي چې د دوشنبې تر سهار مارچ اوومه (کب ۱۶) پورې په نړۍ کې د دغه ویروس له «۶۰۰۰۹۳۶» مړه شوي‌ دي.‌ دا شمېره شېبه په شېبه بدلېږي.

د نورو هېوادونو په پرتله د کرونا ویروس د امریکا په متحدو ایالتونو کې ډېر کسان مړه کړي چې شمېره یې نژدې ۵۹۰زرو ته رسیږي.

د جانس هاپکینز د کروناویروس د منابعو د مرکز د معلوماتو په اساس دا مهال په نړۍ کې څه باندې ۴۴.۶ میلیون انسانان په دغه ویروس اخته شوي‌دي.

سره له دې چې د کرونا ویروس ضد واکسینونه هم وتلي ‌او میلیونونه کسان واکسین شوي دي،‌ خو د دغه ویروس له خپرېدو راهېسې نژدې درې کاله کېږي.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د ووهان په ایالت کې پیدا او ډېر ژر نورې نړۍ ته خپور شو چې ورسره کارونه او ژوند چارې ګډوډې شوې.

خو د ویروس له تولید وروسته د ډاکټرانو په وینا د کرونا له کبله د مړینې کچه پام وړ کمه شوې ده او ژوند هم د امریکا په ګډون د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې عادي حالت ته ګرځېدلی او د کرونا له کبله لګول شوي‌ بندیزونه هم یا ختم شوي‌او یا مخ په ختمېدو دي.

خو دا معلومه نه ده چې دا ویروس به تر کومه وي.