د محمد نبي او راشد خان لوبډلې دویمې مرحلې ته ولاړې

شاید محمد نبي او راشد خان بیا سره مخامخ شي

د ویسټ انډیز په کورنیو سیالیو کې د محمد نبي د سنټ کیټس او د راشد خان د امازان واریرز لوبډلو د دغو سیالیو دویم پړاو ته لاره وکړه.

په دویم پړاو کې څلور غوره لوبډلې دي چې سنټ کیټس به د ویسټ انډیز په وخت د سه شنبې په ورځ (اګست ۵) له ټرینبایګو نایټ رایډرز او په سبا به یې امازان واریرز د جامایکا تالهواز سره لوبې لري.

د سه شنبې د ورځې ګټونکې لوبډله به مخامخ فاینل ته ځي او بایلوونکې به یې انتظار کوي چې د چهارشنبې د ورځې د سیالیو له بلې ګټونکې سره فاینل ته د لار موندلو لپاره بیا خپل بخت وازمايي.

کټ مټ هماغسې چې په آی پي ال کې وشول، په دې مانا چې د جدول د سر دوه غوره لوبډلې دوه چانسونه لري چې فاینل ته ووځي. د سي پي ال پایلوبه د سپتمبر په نهمه د جمعې په ورځ ده.

دا ټولې لوبې د ویسټ انډیز په وخت ماښام کیږي چې افغانستان کې د سهار شاوخوا پنځه بجې وي.

د سي پي ال د رسمي ویبسایټ د معلوماتو په اساس تر دې دمه راشد خان او محمد نبي لس لوبې کړي چې راشد خان لس لوبغاړي او محمد نبي نهه لوبغاړي سوځولي دي.

دا لومړی ځل دی چې دوه افغان لوبغاړي د کارابین د کرکټ لیګ په تجارتي سیالیو کې لوبیږي. همدغه دوه په آی پي ال کې هم ولوبېدل.

محمد نبي او راشد خان امریکا غږ اشنا ته ویلي چې په دغو سترو تجارتي سیالیو کې لوبېدل د هغوی او افغانستان لپاره ویاړ دی او له دغو سیالیو څخه ترلاسه کېدونکې تجربې به له افغان لوبغاړو سره شریکوي.