د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان وايي د اسټرالیا راروانو کورنیو سیالیو کې لوبيږي


راشد خان د ویسټ انډیز په کورنیو سیالیو کې هم لوبیږي
راشد خان د ویسټ انډیز په کورنیو سیالیو کې هم لوبیږي

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبدلې لوبغاړی راشد خان وايي چې د اسټرالیا د اډلایډ سټرایکرز ورسره تړون کړی او را روان کال کې به ورسره لوبیږي.

ده امریکا غږ اشنا ته وویل چې د اسټرالیا د بګ بش سیالیو له دغې لوبډلې سره د ایمیل له لارې تماسونه نیولي دي او ټول کارونه یې خلاص دي.

راشد خان لومړنی افغان لوبغاړی و چې له محمد نبي سره یو ځای د هند د آی پي ال په سیالیو کې ولوبېده او وځلېده. دوی دواړه د ویسټ انډیز په کورنیو سیالیو سي پي ال کې هم لوبیږي.

له راشد خان سره د امریکا غږ د خبریال جعفر هاند پوره ویډیو مرکه دلته وګورئ:

XS
SM
MD
LG