د ترکیې انتخابات: د اردوغان مخالفه گوند وایي استانبول او انقره یې گټلې

دا په ١٦ کلونو کې لمړی ځل دی چې ولسمشر طیب اردوغان انقره وبایلله

د ترکیې د ولسمشر طیب اردوغان مخالفه گوند وایي په استانبول او انقرې کې یې په محلې انتخاباتو کې بری ترلاسه کړی

د اردوغان مخالفه گوند چې د سیکولرانو جمهوري غوښتونکي ولس گوند (CHP) بلل کیږي، مشر کمال د بري نه وروسته خپلو پلویانو ته په یوې وینا کې وویل چې نن دیموکراسي وگټله او هغوي په انقرې او استانبول کې اردوغان ته ماتې ورکړه.​

په ترکیې کې د ولسمشرۍ د نظام د نفاذ نه وروسته، دا لمړی ځل دی چې په محلې کچه انتخابات ترسره کیږي. طیب اردوغان دغه انتخابات د ترکیې لپاره خوار مهم بللې و.

د چارو کارپوهانو چې د استانبول او انقرې ښارونه یې د اردوغان لپاره زیات مهم بلل دا هم وایي چې اردوغان په ملک کې د اقتصادي وضع له کبله په دغو دوو مهمو ښارونو کې د ماتې سره مخ کیدی شي.

اردوغان چې د تیرو ١٦ کلونو نه په قدرت کې دی، د دې انتخاباتو لپاره د تیرو څو میاشتو راهیسې سخت کمپاین ترسره کړیدی. هغه دا انتخابات د ترکیې د "دوام معامله" بللې و.

د ولسمشر دغه سخت کمپاین و نکړل شوه چې په انقرې او په خاصه توگه په استانبول کې ترکان د هغه په پلوۍ رایې اچولو ته وهڅوي ځکه دا ځل خلکو د اقتصادي ودې مسله زیاته مهمه وگڼله.