یو شمېر سیاسي شننونکي وایي چې د ایران له ملاتړه برخمن حوثیان له یمن څخه د باندې هم د جاه طلبۍ لیوالتیا لري او غواړي چې په سور سمندر، عرب بحیري او د هند په سمندر باندې کنترول ولري.
حوثي یاغیانو د جولاۍ په ۲۰مه نېټه د سعودي عربستان د سمندري بېړیو مخه ونیوله او ریاض یې تورن کړ چې د جولاۍ په ۱۳مه یې په مرکز صنعا کې په هوايي ډګر برید کړی دی.
په نړیواله کچه د یمن پېژندل شوی حکومت وايي چې په صنعا کې په هوايي ډګر یې برید کړی، چې یوه ایرانۍ الوتکه کښیناستو ته پرېنږدي. له دغه برید څخه وروسته حوثیانو په کښتیو باندې لس بریدونه کړي دي چې لږ تر لږه اوه کښتۍ يې د سعودي عربستان وې. په دغو بریدونو کې شپږ تنه ووژل شول.
حوثیانو تېره میاشت د سرې بحیرې ټولې ساحلې کرښې ونیولې او متحدو ایالتونو او ملګرو ملتونو د سمندري تګ راتګ د ګډوډولو په اړه دغې ډلې ته خبرداری ورکړ.
که څه هم حوثي یاغیان ادعا کوي چې دوی یوازې د سعودي عربستان کښتۍ په نښه کوي او د نورو هېوادونو له کښتیو سره کار نه لري، خو یو شمېر سیاسي شنونکو امریکا غږ ته وویل چې دغه ترهګره ډله تر دې «لویې هیلې» لري.
اروپا د سولې په انستیتیوت کې د یمن د چارو لوی سلاکار هشام الامیسي امریکا غږ سره په مرکې کې وویل: «هغوی نور ځواک غواړي. هغوی سیمه ییزه جاه طلبي غواړي.»
د حوثي یاغیانو د ډلې مشر عبدالمالک الحوثي وايي چې هغه د مسلمانانو د پیغمبر اولاد دی او هغه باید د ټول مسلمان [ملت] مشر وي.
حوثي یاغیانو په ۲۰۲۳ کال کې د اسرائیل سره تړلې په یوې کښتۍ برید وکړ او ویې ویل چې دا کار یې د حماس د ډلې، چې د ایران یوه بله نیابتي ډله، په پلوي کړې ده، حماس په همدغه کال کې د اکتوبر په میاشت کې په اسرائیل برید وکړ چې بیا د فلسطین په قلمرو کې دواړو خواو ترمنځ دوه کاله جګړه وشوه.
دا مطلب هم ولولئ
یمن کې د حوثيانو او ایتلافي قواوو ترمنځ نښتو شدت موندلیپه ۲۰۲۴ کال کې د ملګرو ملتونو یوې ډلې وموندله چې حوثيانو د ۲۰۲۳ د نومبر او جولاۍ په میاشتو کې په ۱۳۴ کښتیو بریدونه کړي، دا بریدونه یې یوازې د اسرائیل سره په تړلیو کښیتو نه دي کړي، بلکې د امریکا او بریتاینا د جنګي کښتیو په ګډون د نورو هېوادونو په کښتیو یې هم بریدونه کړي دي.
متحدو ایالتونو په ۲۰۲۵ د مارچ په میاشت کې د دغې ډلې په مرکزونو بریدونه پیل کړل او بیا یې دوه میاشتې وروسته د عمان په منځګړتوب یو تړون په اساس دا بریدونه بند کړل.
اومیسي حوثیان «حد اکثر غوښتونکي» ګڼي او وايي چې هغوی په خلیج کې په سمندري انتقالاتو باندې «کلک کنترول» غواړي.
هغه وویل: «د هغوی سابقه وګورئ، شاوخوا دوه کاله مخکې یې په نړۍ کې په ۱۰۰ کښتیو بریدونه کړي وو. یو شمېر کښتۍ یې ډوبې کړې... هیڅکله د حوثیانو په خبرو مه غولېږئ. دوی د یمن د پاتې برخې نیول غواړي. هغوی د سرې بحیرې کنترولول غواړي او همدغه راز په عرب بحیرې باندې هم کنترول غواړي. هغوی د هند د سمندر په لوري هم ډېره لیوالتیا لري.»
په دوبۍ کې د پراختیايي چارو د یو نړیوال سازمان (ارک ګروپ) کې د یمن د چارو شنونکی هانا پورټر وايي چې حوثیانو وار دمخه په نړیوال تجارت باندې، د انرژۍ په مارکیټونو باندې او د انتقالاتو په کړیو باندې د خپلو اعمالو اغیز ثابت کړی دی.
هغه وویل: «حوثیان چې هر وخت وغواړي په کښتیو د برید توان لري. دا په دې مانا چې د سرې بحیرې له لارې [د سویس کانال څخه د باب المندب تنګي پورې] انتقالات ډېر خطر لري او له همدې کبله د بیمې لوړ قیمت ګالي. که د باب المندب په بندر کنترول لري یا نه، خو دا د حوثي یاغیانو د ګواښونو او په سرې بحیرې کې د هغوی د موجودیت له کله د نړیوال تجارت کې ګډوډي ده.»
د تاوتریخوالي تاریخ
یمن داسې یو هېواد دی چې د کورنیو او نیابتي جګړو اوږد تاریخ لري. وروستۍ ناکراري یې په ۲۰۱۱ کې د یو شمېر عربو هېوادونو د استبدادي مشرانو په ضد د عرب پسرلي د خوځښت په مظاهرو کې پیل شوه.
مظاهره کوونکو په ۲۰۱۲ کې د یمن ولسمشر علي عبدالله الصالح، چې له ډېر وخت راهېسې ولسمشر و، واک پرېښودو ته مجبور کړ او د سیمې د هېوادونو په منځګړتوب د هغه مرستیال عبد ربه منصور هادي یې ځای ناستی شو.
حوثیانو د واک له دغه انتقال څخه په استفادې سره په ۲۰۱۴ کې د یمن مرکز صنعا ونیوه او هادي یې اړ وېست چې لومړی د یمن جنوب ته او بیا سعودي عربستان ته وتښتي.
په ۲۰۱۵ د مارچ په میاشت کې د صالح په غوښتنې د سعودي عربستان په مشرۍ-ایتلاف، چې په لومړي سر کې د متحدو عربي اماراتو، مصر او سودان په ګډون نهه هېوادونه په کې وو، په یمن کې مداخله وکړه. حوثیانو په ۲۰۱۵ کې له صالح سره ایتلاف وکړ، خو کله چې صالح د سعودي عربستان په مشرۍ د ایتلاف په حمایت ټېنګار وکړ، حوثیانو هغه د ۲۰۱۷ د ډسمبر په میاشت کې ترور کړ.
په ۲۰۲۲ کې د ملګرو ملتونو په منځګړتوب یو تړون د یمن جګړه ودروله، خو سږکال په سیمه کې د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ له جګړې وروسته بېرته پیل شوه.
دا مطلب هم ولولئ
د یمن په ساحل کې په دوو تجارتي کښتیو بریدونه شوي، یوه یې غرقه شوېد ایران تګلاره
متحدو ایالتونو او اسرائیل د روان کال د فبرورۍ په ۲۸مه د ایران په رژیم باندې پوځي عملیات پیل کړل او تهران هم د دغو بریدونو په ځواب کې د سیمې په هغو هېوادونو باندې، چې د متحدو ایالتونو پوځیان په کې دېره دي، د میزایلو او بې پیلوټه الوتکو زرګونه بریدونه وکړل. دغه رژیم همدغه راز د هرمز په تنګي کې په سوداګریزو بېړیو بریدونه وکړل او په دې سره یې په د منځني ختیځ کې د انرژۍ انتقالات ګډوډ کړل او هغه یې په نړیوال اقتصاد باندې د اقتصادي فشار په توګه وکاروه.
اومیسي وايي چې حوثیان هم اوس همدا «همدا تګلاره» مخې ته وړي. هغه وویل: «کله چې امریکایانو په ایران برید وکړ، ایرانیانو چې لومړی کار وکړ، هغه د خلیج په دولتونو بریدونه وو... او علت یې دا و چې هغوی غوښتل د جګړې لګښتونه لوړ کړي او دا هغه ستراتیژي ده چې حوثیان یې اوس پلې کوي- د جګړې د لګښتونو لوړول.»
د یمن د چارو شنونکی پورټر وايي چې د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ جګړه د یوې نا متقارنې او نا متوازنې جګړې ښه مثال دی. نوموړي امریکا غږ ته وویل: « هغوی [حوثیان] دا توان لري چې د نړیوالو انتقالاتو د بندولو، سمندري امنیت او هوايي سفرونو ته د لوی ګواښ د رامنځ ته کولو لپاره نسبتا ارزانې وسلې وکاروي. غښتلي پوځونه خورا لوړ لګښتونه لري- لکه د متحدو ایالتونو او سعودي عربستان پوځونه- کله چې د حوثیانو د میزایلو د شنډولو هڅه کوي او یا د دغې ډلې مخه نیسي.»
د وتلو لاره
په دې وروستیو کې چې د سعودي عربستان په هوايي ډګرونو باندې د حوثیانو بریدنو کې ۱۸ تنه ووژل شول، د اتلانتیک په کونسل کې د منځني ختیځ د ادغام د پروژې مشرې الیسن مینور، چې د یمن لپاره د متحدو ایالتونو د ځانګړي استازي مرستیاله هم وه، په خپلې ټولنیزې شبکې کې هغه ستونزې په ګوته کړې چې ریاض ورسره مخامخ دی او خبرداری یې ورکړ چې دا جګړه د سیمې ثبات ګواښي.
هغې لیکلي وو: «داسې ښکاري چې دا بریدونه به جګړه لږ تر لږه د لږ وخت لپاره پراخه کړي: د حوثیانو په ضد به د پوځي لګښتونو په اړه د سعودي عربستان هوډ لا پیاوړی کړي او د [ریاض د حمایت لپاره به] د امریکا محدودې مداخلې ته لاره هواره کړي.»
نوموړې د خپل ایکس په حساب کې همدغه راز لیکلي دي: «خو د حوثيانو بریدونه ریاض ته یو سخت خبرداری دی، چې څنګه د یمن جګړه د سعودي عربستان نور لومړیتوبونه کمزوري کوي: له یو مهم کنفرانس څخه څو اونۍ مخکې حوثیانو سعودي عربستان ته د ورتګ عمده لاره پرې کړه.» د هغې اشاره د انرژۍ هغه کنفرانس ته وه، چې یو شمېر ګډونوال او د تیلو د شرکتونو مشران د ریاض په هوايي ډګر باندې د برید له کبله له دغه کنفرانس څخه ووتل.
اومیسي وايي چې د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ د جګړې د ختمولو لپاره دیپلوماسي ضروري ده، خو په خبره یې دا هغه وخت امکان لري، چې حوثیان کمزوري کړل شي.
هغه وویل: «تاسو لومړی باید پوځي لاس ته راوړنې ولری، د هغوی پوځي ماشین مات کړئ، تسلیمۍ ته یې مجبور کړئ او بیا سیاسي تړون او بیا پخلاینې ته مخه کړئ. له دې پرته تاسو له اور سره لوبې کوي.»