په کندهار ولایت کې د انځیرو تجاران او باغ لرونکي وايي که څه هم سږ کال په دې ولایت کې د انځیرو حاصلات ډیر شوي خو بازار یې ښه ندی.
دوی له افغان حکومت څخه غواړي چې د افغانستان دې مهم صادراتي محصول ته د هند تر څنګ په نورو هیوادونو کې هم مارکیټ پیدا کړي.
د انځیرو تجاران وايې د بهرنیو مارکیټونو د نه شتون له امله په تیرو څلورو میاشتو کې د انځیرو بیه هم ټیټه شوې ده.
د کندهار ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال عبدالباقي بنا امریکا غږ ته وویل سږ کال ددې ولایت د انځیرو حاصلات د تیر کال په پرتله دوه برابره زیات شوي دي.
په کندهار کې د سوداګری خونو اداره وايې هیله من دي چې تر راتلونکو دوو میاشتو پوري د کندهار پاته انځیر هم بهرنیو مارکیټونو ته صادر شي.
د یادې ادارې چارواکي زیاتوي، تیر کال هند ته شاوخوا لس زره ټنه انځیر صادر شوي وو خو سږ کال تر اوسه اوه زره و شپږ سوه شپږ دیرش ټنه صادر شوي او لا هم ۸ زره ټنه نور په کورني مارکيټ کې پاته دي.
د جنوبي ولایتونو کندهار او زابل د انځیرو د باغونو سږنی حاصلات تر پنځلس زره ټنه زیات ښودل شوي دي.
انځير د وچې میوې د تجارت په برخه کې ځانګړی ځای لري او د انارو تر څنګ د جنوبي حوزې د صادراتو لویه برخه جوړه وي.
د وچي ميوې تجاران وايې چې د کندهار انځیر د ښه خوند او کیفیت له پلوه په بهرني مارکیټ کې ډیر مینه وال لري.
Your browser doesn’t support HTML5
د کندهار انځیر