د لاس رسي وړ اتصالات

صادرات، ټرانزیټ او اتصال کې د افغانستان د سږکال لاسته راوړنې


ولسمشر غني: د ترانزیتي ستونزو له امله د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ کچه نیم په نیمه کمه شوې ده.
ولسمشر غني: د ترانزیتي ستونزو له امله د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ کچه نیم په نیمه کمه شوې ده.

که څه هم د ٢٠١٨ کال د هوايي دهلیزونو په ایجاد، د لاجورد د لارې په پرانستلو او د صادراتو د زیاتېدو له اړخه مهم کال وو، خو اقتصادي وده یوازې څلور سلنه وه.

د ۲۰۱۸ کال د سوداګرۍ، پانګونې او د اقتصادي ودې له اړخه له لوړو ژورو سره مخ وو، دا کال د ناامنۍ او د ټاکنو له امله تر یوه حده د سوداګرۍ بهیر کرار کړ، خو ددې کال د وروستۍ میاشتې تر ټولو لوی خبر د لاجورد د لارې پرانسته وه.

د ډیسمبر په دیارلسمه په هرات کې د لاجورد ټرانزیټي تاریخي لاره پرانستل شوه، په لومړي وار نهه لارۍ له هرات، ترکمنستان، اذربایجان، جورجیا او بالاخره ترکیې ته د لاجورد په لارې ورسېدې.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د حکومت پالیسي دا ده چې افغانستان له انزوا وباسي او په ۲۰۱۸ کال کې په بدیلو لارو زیات کار شوی دی.

خو ۲۰۱۸ کال د صادراتو له اړخه بیا د لاسته راوړنو کال بلل کیږي، ددې کال په نهه میاشتو کې د تېر کال په پرتله ۱۹ په سلو کې په صادراتو کې زیاتوالی راغلی دی.

په ۲۰۱۸ کال کې هوايي دهلیزونه جوړ شول، افغانستان اوس د نهو هوايي دهلیزونو له لارې سوداګریز توکي بهرنیو هیوادونو ته صادروي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې بیا وايي، چې په ۲۰۱۸ کال کې یې د اته سوه ملیونو ډالرو په ارزښت ۲۵۰ زره ټنه میوه او ۲۷۰ زره ټنه ترکاري بهرنیو هیوادونو ته صادره شوې ده.

د سوداګرۍ او صنایع خونې وايي، د ټولو لاسته راوړونو سره سره بیا هم په ۲۰۱۸ کال کې پانګونه ټیټه وه، د ناامنۍ له امله پانګوال په ویره کې وو او صنعت ته هم سم پام ندی شوی.

‪"د پانګونې وضعیت ښه نه وو. د لاسته راوړنو سره سره مونږ ته چندان ښه کال نه وو، که څه هم دولت خپل عواید پوره کړي. تعرفې یې لس چنده لوړې وړي. نرخونه په بازار کې زیات شوي او مستهلکین رنځ وړي‪".

خو د نړیوال بانک راپور بیا بل څه ویل، ددې بانک د ډي بي ای د راپور له مخې افغانستان د سوداګرۍ په برخه کې په اصلاحاتو کې له ۱۸۳ هیواد څخه ۱۶۰ هیواد ته پورته شوی دی.

په همدې کال کې د ټاپي د ګازو د نل لیکې عملي کار هم پيل شو.

خو مرکزي احصائيه بیا وايي، چې په ۲۰۱۸ کال کې اقتصادي رشد څلور سلنه وو په همد کال کې په لومړي ځل داخلي عواید له دوه ملیارده ډالرو لوړ شول.

سوداګر تمه ښيي، چې د پانګونې په برخه کې یې ستونزې په راتلوونکي کال کې اوارې شي، بل لورته خلک د نورو اصلاحاتو غوښتنه هم کوي.

XS
SM
MD
LG