د طالبانو د حکومت د طبیعي پيښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي ادارې د پنجشنبې په ورځ (اپریل ۹) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې بارانونو او سیلابونو د افغانستان په بیلابیلو برخو کې ۹ کسان وژلي او ۱۳ نور یې ټپیان کړي دي.
د دغه ادارې د اطلاعاتو او نشراتو رئیس محمد یوسف حماد په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په تیرو څلور ویشتو ساعتونو کې بارانونو، سیلابونو، د ځمکې ښوېدو او زلزلو په پیښو کې ۸۰ کورونه په بشپړ ډول او ۶۲۶ کورونه په نسبي ډول ویجاړ شوي.
د ماشومانو د ساتنې اداره یا Save the Children هم ویلي چې سیلابونو ددغه هیواد په بیلابیلو برخو کې د ماشومانو په ګډون څه باندې سل کسان وژلي دي.
یادې ادارې زیاته کړې، "سیلابونه په ګړندي ډول راځي او کولی شي په ثانیو کې د ماشومانو ژوند واخلي، د ژوندونو د ژغورلو لپاره چټکو اقداماتو ته اړتیا ده".
د طالبانو د حکومت د طبیعي پيښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي ادارې په وینا، دغه بارانونه او سیلابونه په کابل، پروان، پنجشیر، دایکندي، پکتیا، پکتیکا، غزني، میدان وردګ، زابل، غور، بادغیس، بلخ، جوزجان، بغلان، بدخشان، ننګرهار، لغمان او نورستان ولایتونو کې راوتي دي.
حماد زیاته کړې ده چې د وري میاشتې له شپږمې نیټې څخه د وري تر شلمې پورې په ټول هیواد کې سیلابونو بارانونو، واورو، زلزلو او غره ښویدو له امله ۱۵۷ کسان وژل شوي، ۲۲۹ نور ټپیان او کسان ۹ لادرکه شوي دي.
هغه وویل چې د اورښتونو له پیل څخه تر اوسه پورې ۱۲۲۹ کورونه په بشپړ ډول او ۵۶۳۶ کورونه په نسبي ډول ویجاړ شوي، د ۱۸۴۰۰ جریبه ځمکې حاصلات له منځه تللي او ۳۷۳ کیلومتره سړک زیان لیدلی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان څانګې د اپریل په اوومه په خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې موسمې اورښتونه د کرنې لپاره مهم دي خو د اوبو د پرمختللي مدیریت نه شتون به دا سیلابونه د کورونو، حاصلاتو، معیشت او عوایدو لپاره ویجاړونکي وي.
د طبیعي پيښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي اداره له خلکو غواړي چې د اورښتونو پرمهال له داسې سیمو څخه لري شي چې د سیلابونو له ګواښ سره مخ دي.
افغانستان تل د کال پدې فصل کې تر ډېره د ورښتونو او سېلابونو شاهد وي. په تېرو کلونو هم ورته طبعي پېښو ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې سېلابونه په ناروغۍ د انسانانو د اخته کېدو خطر زیاتوي.