د اف بي آی یو پخوانی افسر چین ته په جاسوسۍ تورن شو 

چارواکي وايي تورن کس منلې چې مهم معلومات یې له چینايي چارواکو سره شریک کړي

د امریکا د متحدو ایالتونو د فدرال د تحقیقاتي ادارې (اف بي آی) یو پخوانی افسر چین ته د محرمو اسنادو او معلوماتو په ورکولو تورن شوی دی.

تورن افسر، الګساندر یوک چینګ نومیږي. هغه د ژبې ماهر او د اف بي آی ادارې قراردادي مامور و.

محکمه وايي چې‌ یوګ چینګ چین ته جاسوسي کوله او استخباراتي ادارو ته یې د مهمو سرچینو په اړه معلومات ورکول.

دغه کس د ۲۰۰۱ کال د مارچ په میاشت کې په هانګ کانګ کې د چین استخباراتي مامورینو ته د امریکا حکومت د محرمو اسنادو په ښکاره کولو تورن شوی دی.

محکمه وایي چې یوګ چینګ د چین له استخباراتي مامورینو سره دوامداره اړیکه ساتلې وه او په اف بی آی کې له شاملېدو وروسته یې هم دغو اړیکو ته دوام ورکړی و.

محکمې دغه کس د دوشنبې په ورځ، اګست ۱۷مه (زمري۲۷مه) د هاوايي په مرکز «هونولولو» کې تورن کړ او ویې ویل چې تورن د امریکا د ملي دفاعي معلوماتو په اړه له یو بل هېواد سره اړیکه ټينګه کړې ده.

د اف بي آی دغه پخوانی مامور تېره اونۍ ونیول شو. چارواکي وایي یوګ چینګ اعتراف کړی چې د مخفي استخباراتو له مامورینو څخه یې نقدې پېسې هم ترلاسه کړي دي.

یوګ چینګ وايي غوښتل یې چې "پلرنی ټاټوبی" یې بریالی شي.