ګروسي: نشو کولی تائید کړو د ایران اټومي مواد د سوله ایزو موخو لپاره پاتې شوي

د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس مشر رافائل ګروسي د چهار شنبې په ورځ (نومبر ۱۸) وویل دا آژانس نشي کولی دا تائید کړي چې د ایران له خوا تائید شوي اټومي مواد د سوله ایزو موخو لپاره پاتې شوي دي.

ګروسي دا څرګندونې له څارونکو او د اټومي تاسیساتو د تایید په برخه کې د ایران نه همکارۍ ته په اشارې سره کړي دي.

تهران په لوړه کچه د خپلو ۴۴۰ کیلوګرامه غني شویو یورانیمو په ګډون، خپل اټومي مواد د سوله ایزو موخو لپاره تائید کړي دي.

ګروسي په ژنیو کې ددغه آژانس چارواکو ته وویل:"تر هغه وخته چې ایران موږ ته خپلو تائید شویو اټومي موادو، تاسیساتو او دغو تاسیساتو ته د تایید په هدف لاسرسی ورنکړي، دا اداره به ونشي کړای دې نتیجې ته ورسیږي چې په ایران کې له سوله ییزو اټومي فعالیتونو څخه د اعلان شویو اټومي توکو کوم انحراف ندی شوی."

ګروسي وویل، یو نیم کال کیږي چې د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس (IAEA) د ایران د غني شوي یورانیمو څار له لاسه ورکړې کوم چې د ۲۰۲۵ کال په جون میاشت کې د امریکا او اسرائیلو له خوا د ایران پر اټومي تاسیساتو د بريدونو پر مهال په اټومي تاسیساتو کې تائید شوی و.

د دې تاسیساتو حد اقل درې یې د جګړې پرمهال ویجاړ شول. د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس وویل د ایران د بوشهر اټومي بټۍ پرته یې د هغه هیواد د نورو ټولو اټومي تاسیساتو د پلټنې توان نه درلود.

ایران د ۲۰۲۵ کال د جون په ۱۳مه د اسرائیلي بریدونو له پیل وروسته چې د "دولس ورځنۍ جګړې" په نوم یادیږي، د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس پلټونکو ته اجازه ورنکړه چې د هغه هیواد تاسیسات وګوري. یاد آژانس وویل پلټونکو پلان درلود په هماغه ورځ دغه تاسیسات وګوري.

ګروسي له ایران څخه وغوښتل څو په ۱۹۷۰ کال کې د اټومي وسلو د پراختیا د مخنیوي تړون له مخې چې لاسلیک کړی یې دی، د څارونکو د ستنیدو اجازه ورکړي.

نوموړي وویل:" وضعیت ډیر جدی دی. موږ خپلو ایراني ملګرو ته بلنه ورکوو او ورڅخه غواړو چې زموږ سره بیا تعامل پیل کړي."

ګروسي د څارونکو د بیرته ستنیدو او د یاد آژانس او ایران ترمنځ د یوه احتمالي پراخ تړون په هدف د اعتماد د رامنځ ته کیدو په موخه د څو پړاونو لرونکو تخنیکي ګامونو وړاندیز وکړ.

نوموړي وویل، ایران په سیمه کې د جګړې تر خمیدونکو پورې، څارونکو ته د اجازې د ورکولو سره مخالفت کړی دی. په ملګرو ملتونو کې د ایران ماموریت د نومبر په ۱۳ نیټه ټینګار وکړ چې معیاري حفاظتي تدابیر (نشي کیدای په غیر عادي شرایطو کې له سره پیل شي.)

ملګرو ملتونو پر تهران غږ کړی دی چې د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس څارونکو ته د لاسرسي اجازه ورکړي، بلخوا د اټومي څار آژانس خبرداری ورکړی چې د ایران اټومي تاسیساتو او اټومي موادو ته د هغوی نه لاسرسی د اټومي وسلو د پراختیا په برخه کې جدي اندیښنه ګڼل کیږي.