پاکستاني طالبان: پښتانه دې د هند سره لانجې کې د پاکستان پلوي نه کوي

پاکستاني طالبان وايي پاکستان غواړي چې له هند سره په جنګ پښتانه قرباني شي

تحریک طالبان پاکستان د پښتنو نه غوښتي دي چې د هند او پاکستان په وروستۍ لانجې کې د پاکستان پلوي ونکړي.

پاکستاني طالبانو تح‏ریک په انټرنیټ خبرداری ورکړیدی چې پښتانه دې د پاکستان پلوي نه کوي. دغه اعلامیه وایي چې پاکستان مدام د خپلو مقاصدو لپاره پښتانه او په خاصه توگه د قبایلي سیمو پښتانه استعمال کړیدي او جنگونه یې پرې تپلې دي.

د طالبانو دغه اعلامیه وایي چې پاکستان نیت لري چې د هند سره په جگړې کې د قوم د زامنو قرباني ورکړي او پښتانه باید بیداره وسي.

طالبانو دا خبرداری هم ورکړیدی چې قبایل دې د هند سره د جنگ ضد په غونډو کې برخه نه اخلې کنه نو د بدو عواقبو سره به مخامخ شي.

د طالبانو د دغه خبرداري په اړه پښتون سیاستمدار افراسیاب خټک امریکاغږ ته وویل چې د طالبانو بیانونو ته اهیمت ندي ورکول پکار.

یوې بلې سیاستمدارې بشری گوهر هم د خټک سره موافقه ده. هغې وویل چې د طالبانو لاسونه د پښتنو په وینو رنگ دي، لمړی دې هغوي پخپله د پښتنو د قتلونو ځواب ووایي.

د جمعیت العلما پاکستان ډلې غړي مفتي کفایت الله وایي چې طالبان د پاکستان د حکومت نه ناراضه دي او د هغوي دغه اعلان د هغوي خپگان څرگندوي.

مفتي کفایت الله د امریکاغږ ته وویل چې د پاکستان د حکومت نه یې څو ځلې غوښتې دي چې د طالبانو سره دې مذاکرات وکړي او یو ځلې بیا دغه غوښتنه تکراروي.