د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني وزیر هندوانو ته د سپکاوې وروسته استعفی وکړه


د پاکستان د پنجاب د اطلاعاتو وزیر فیاض الحسن چوهان د هغې نه وروسته استعفی ورکړېده چې د هندو مذهب سپکاوې یې کړی و.

د پنجاب د ایالتې کابینې وزیر د پاکستان او هند ترمنځ د تشنج په وخت یو جنجالې بیان ورکړی و چې له هغه ورسته په پاکستان کې د هندوانو ټولنې او د خپل گوند تحریک انصاف لخوا هم په هغه سخت انتقادونو وشول.

د پاکستان په ټولنیزو رسنیو هم د چوهان د وینا خلاف کمپاین وشو چې د حکومتي گوند غړیو هم د هغه وینا وغندله.

د تحریک انصاف یو مرکزي مشر نعیم الحق په خپل ټویټر ولیکل چې د گوند په مشرتابه کې به دا ډول رویه و نه زغمل شي.

فیاض الحسن چوهان د دوشنبې په ورځ یو وضاحتې بیان جارې کړی و چې دغه وینا یې د هندوانو لپاره نه بلکه د هند د صدراعظم نریندرا مودی لپاره کړي وه.

په پاکستان کې گڼ شمیر هندنوان اوسیږې او د عیسویانو ورسته هندوان په پاکستان دوهم یوې اقلیت دی.

XS
SM
MD
LG