په هند کې د کروناویروس پېښې تر ۷ میلون واوښتې 

د کروناویروس تر دې دمه په امریکا کې تر ټولو ډېر کسان مړه کړي دي

په هند کې چارواکي وايي د کروناویروس پېښې اوه میلیونو ته رسېدلې او څه باندې ۵۴زره نور کسان د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

د هند د عامې روغتیا وزارت وايي له دې دومره مسایلو سره سره بیا هم ۸۵سلنه خلک چې د کرونا په ویروس اخته وو، بېرته رغېدلي دي.

چارواکي وايي که د کرونا ویروس پېښې په همدې سرعت روانې وې، شاید په څو اونیو کې په کروناویروس د اخته کسانو شمېر نور هم زیات شي.

دا مهال د امریکا په متحدو ایالتونو کې تر ټولو ډېر، څه باندې ۷.۷ میلیون خلک د کرونا په ویروس اخته دي او‌ شاوخوا ۲۱۴زره نور له دې کبله مړه شوي دي.

د هند د عامې روغتیا یو مقام رندیپ ګولیریا د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې د هند نفوس زیات او د حکومت له هڅو سره سره بیا هم د اقتصادي او د نورو ټولنیزو ستونزو له کبله دا ویروس په هند کې زیات خپور شوی دی.

یو شمېر هندي ډاکټران وايي چې په هند کې ډېر خلک د یو بل تر منځ فاصله نه مراعتوي او ماسکونه نه تړي چې دا هم د کروناویروس د پېښو د زیاتېدو یو علت دی.

د هند حکومت د مارچ په میاشت کې ځینې د کروناویروس له کبله قرنطین او محدودیت اعلان چې د جون په میاشت کې یې ختم شول. د دغو محدودیتونو له کبله د هند اقتصاد ته ډېر تاوان وکړ او میلیونونه کسان بېکار شول.

د هند حکومت دا محدودیتونه لېرې کړي خو لا یې هم اقتصاد په خپلو پښو نه دی ولاړ.

د کروناویروس د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې په لومړي ځل د چین د هوبي په ایالت کې خپور شو. د جانز هاپکینز پوهنتون وايي چې تر دې دمه په نړۍ کې د کرونا له کبله څه باندې ۱.۷۴ میلیون خلک مړه شوي او ۳۷.۳ میلیون نور خلک په دغه ویروس اخته دي.