ټیک ټاک ویډیو کې د خنزیر غوښې له خوړلو وړاندې 'بسم الله' ویونکې ښځه زنداني شوه

Europe Tech Regulation

په اندونیزیا کې یوې محکمې هغه مسلمانه ښځه په دوه کاله زندان محکومه کړه چې د ټیک ټاک په یوه ویډیو کې د خنزیر د غوښې له خوړلو وړاندې "بسم الله الرحمن الرحیم" وايي.

د لینا موکرجي په نوم ددې ۳۳ کلنې مېرمنې دا ویډیو په ټیک ټاک کې ډیره مشهوره شوې او په اندونیزیا کې یې سخت غبرګونونه پارولي دي.

د جنوبي سوماترا د پالمبنګ ښار محکمې د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۱۹ (وږي ۲۸) موکرجي د "مذهبي اشخاصو پر ضد د کرکې خپرولو " په تور محکومه کړه او پر هغې یې ۲۵۰ میلیونه اندونیزیايي روپۍ (۱۶۲۰۰ ډالر) جریمه هم کېښودله.

اسلام په اندونیزیا کې تر ټولو پراخ دین دی او د خنزیر د غوښې خوړل په اسلام کې ناروا دي.

د اندونیزیا د علماو شورا او نورو محافظه کارو ډلو د موکرجي ویډیو غندلې او هغه یې اسلام ته سپکاوی بللی دی.

دا په اندونیزیا کې مذهب ته د سپکاوي د تورونو د لړۍ وروستۍ پیښه ده.

تېر کال د اندونیزیا پولیسو د هغې شرابخانې شپږ کارکوونکي مذهب ته د سپکاوي په تور ونیول چې د محمد نوم لرونکو کسانو ته یې وړیا شراب ورکول.

د بشري حقونو ډلو مذهب ته د سپکاوي پر قوانینو انتقاد کړی او اندېښنه یې ښودلې چې له دې قوانینو په اندونیزیا کې د مذهبي اقلیتونو په خلاف ناوړه ګټه پورته کیږي.

د اندونیزیا د پایتخت جاکارتا پخوانی عیسوي والي باسوکي پورناما، په ۲۰۱۷ کال کې اسلام ته د سپکاوي په تور په نږدې دوه کاله بند محکوم شو.