د اندونیزیا یوه الوتکه چې ۶۲ کسان په کې وو، سیند ته غورځېدلې

په الوتکه کې ۵۶ مساپر او شپږ عمله دي

په اندونیزیا کې چارواکي ‌وايي‌ د «سریویجایا» هوايي شرکت یوه مساپر وړونکې الوتکه له پرواز لږ وروسته سیند ته غورځېدلې ده.

په الوتکه کې ۶۲ کسان سپاره وو چې او لا یې برخلیک معلوم نه دی.

د اندونیزیا د ترانسپورت وزارت ویانده ادیتا اراواتي ویلي چې د بوینګ ۷۳۷-۵۰۰ الوتکې د شنبې په ورځ جنوري ۹ (مرغومي۲۰) له مرکز جاکارتا څخه پرواز کړی و چې له پرواز شاوخوا ۵۰ دقېقې وروسته یې له رادار سره تماس پرې شو.

الوتکه له جاکارتا څخه د «کلېمنتان» ایالت مرکز «پونتیانک» هوايي ډګر ته پر لار ورکه نادرکه شوه وه، اوس چارواکو موندلې چې په سیند کې غورځېدلې ده.

رویټرز اژانس د اندونیزیا د ترانسپورت د وزیر بودي کاریا له خولې لیکلي دي چې په اولتکه کې ۶۲ تنه سپاره وو چې ۱۲ تنه یې د الوتکې عمله وو.

د اندونیزیا د «کومپاس» تلویزون کې ښودل کیږي چې خلک د «پونتیانک» په هوايي‌ ډګر کې خپلو دغو مساپرو ته منتظر ناست دي.

اندونیزیا چې ګڼ شمیر ټاپوګان او شاوخوا ۲۶۰ میلیون نفوس لري، د زیربنا او مصونیت د ټېټ معیار او په هوايي، بحري او ځمکنیو لارو باندې یې د ګڼې ګوڼې له کبله وخت ناوخت دا ډول پېښې کیږي.