د ښځو نړیواله ورځ؛ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي د طالبانو "وحشیانه" کړنې غندي

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت امریکا غږ ته ویلي دي چې طالبان په نړۍ کې د ښځو او نجونو لپاره د «تر ټولو ځپونکي وضعیت مسئول» دي او «وحشیانه» کړنې یې غندي.

د وزارت د رسنیو د برخې یو مسئول د مارچ په اتمه نېټه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت امریکا غږ ته په یو استول شوي ایمیل کې ویلي چې متحده ایالتونه د افغانستان ښځو او نجونو د حقونو حمایت کوي.

دغه ویاند لیکلي دي: «د بهرنیو چارو وزارت په درېیم هېواد کې د افغان ښځو او نجونو د زده کړو حمایت کوي، چې د ښځو لپاره د تحصیلي بورسونو ورکول او په افغانستان کې د لوړو زده کړو پروګرامونو کې د زده کوونکو د بري ملاتړ هم شامل دي.»

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په داسې مهال د افغان ښځو د حقونو د حمایت خبره کوي، چې د طالبانو په حاکمیت کې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې ښځې او نجونې په کې له ابتدايي زده ورکړو ورپورته د تعلیم او تحصیل اجازه نه لري او په کار، سیاسي، اقتصادي، ټولنیز مشارکت او ازاد تګ راتګ یې هم محدودیتونه او بندیزونه لګول شوي.

د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) ویلي دي چې رسمي عدالتي میکانیزمونو ته د «نارینه وو په پرتله د ښځو لاسرسی نژدې څلور برابره کم» دی.

یوناما وايي چې اکثریت ښځې مصونو او اغیزناکو لارو ته نه شي رسېدای چې د خپلو شخړو د حل لپاره خپلې دعوې مخې ته یوسې او سرغړوونکي مسئول وګڼي.

د یوناما په اعلامیې کې د ملګرو ملتونو د ښځو چارو ځانکړې استازې سوزان فرګوسن له خولې ویلي شوي دي: «کله چې ښځې له عدلي ادارو څخه اېستل کېږي، دا د دوی خوندیتوب، خپلواکي او له کور څخه بهر د مرستې ترلاسه کولو لږ پاتې فرصتونه هم اغیزمنوي. د هغوی ښځو لپاره چې له کورني تاوتریخوالي سره مخ دي، د ا ځانګړی اهمیت لري.»

یوناما وايي، له کومو ښځو سره چې دوي خبرې کړي ، په هغوی کې یې «۱۴ سلنې راپور ورکړی چې د شخړو د حل رسمي خدماتو ته لاسری» لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکی ریچارډ بنیت په خپل ایکس حساب کې د دې ورځې په مناسبت پیغام خپور کړی دی. هغه لیکلي دي: «د مارچ په اتمه د ښځو په نړیواله ورځ زه د عدالت، مساواتو او د افغانستان د ښځو او نجونو د حمایت غږ کوم.»

طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې حاکم شول او په تدریج سره یې د افغان نجونو او ښځو په مخ تعلیمي دروازې وتړلې، کارونه یې پرې بندل کړل او نور محدویتونه یې هم پرې ولګول.

ملګري ملتونه د طالبانو دا تګلارې غندلې او هغه یې د «جنسیت په اساس تبعیض» بللی او د لېرې کېدو غوښتنه یې کوي، خو طالبان وايي چې د «شرعیت په اساس» ښځو ته حقوقي ورکوي او دا یې د افغانستان یوه داخلي مسئله بللې ده.

یوناما وايي چې د ۲۰۲۶ کال د ښځو د نړیوالې ورځې نړیوال شعار چې «د ټولو ښځو او نجونو لپاره حقونه، عدالت، عمل» دی، د مساوي عدالت په مخکې د ټولو خنډونو د لېرې کولو په اړه د اقدام غوښتنه کوي.