د ملګرو ملتونو د مرستندوي ماموریت دفتر (یوناما) د «اجتماعتي عدالت» د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي دي چې «هېڅ هېواد، چې نیم نفوس یې له متوسطه تعلیم څخه محروم وي، اجتماعي عدالت نه شي تامین» کولای.
د یوناما اشاره د نجونو او ښځو په تعلیم باندې د طالبانو د حکومت بندیز ته ده، چې له متوسطه ټولګیو ورپورته یې د افغان نجونو او ښځو په مخ د زده کړو دروازې تړلې دي.
ملګري ملتونه او د ښځو نړیوال سازمانونه د طالبانو دا پرېکړه د «جنسیت په اساس تبعیض» بولي او د لېرې کېدو غوښتنه یې کوي، خو طالبان وايي دا پرېکړه یې د «شرعیت او افغان فرهنګ په اساس» کړی ده.
یوناما په خپل رسمي فیسبوک پاڼه کې پوښتلې چې اجتماعي عدالت څه شی دی؟ بیا یې په خپله په تفصیل ځواب لیکلی چې په افغانستان کې اجتماعي عدالت «مناسب کار، اجمتاعي مصونیت، تعلیم د ټولو لپاره او جامع خبرې اترې» دی.
په دغه وضاحتي پيغام کې ویل شوي چې هر «افغان حق لري چې له تبعیض پرته کار وکړي [عاید ولري]. باید د بشري مرستو او د ژوند کولو د نورو بدیلونو له لارې د کورنیو حمایت» وشي.
یوناما همدغه راز د سولې یادونه کړې ده او ویلي دي چې «دایمي سوله هغه وخت راتلای شي چې ښځې، ځوانان، قومونه او معلولیت لرونکي خلک سره یو ځای» او د یو بل ترڅنګ وي.
ملګري ملتونه «اجتماعي عدالت په ملتونو او د ملتونو ترمنځ د ګډ سوله ایز او سوکاله ژوند یو داسې اساسي اصل» بولي، چې په کې «ټولنې د مساواتو او پیوستون په اصولو ولاړې وي، بشري حقونه په کې درک شي او ارزښت ورکړل شي او د هر انسان کرامت په کې په رسمي ډول وپېژندل شي.
دا ورځ هر کال په همدې نېټه د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د برابرۍ، عدالت، مساواتو او بشري حقونو ته د درناوي په غوښتنو سره نمانځل کېږي.
فورم \ دبحث خونه