دانش: د پاکستان له کمپونو د جنګیالیو جذبول افغانستان کې د نا امنیو لامل دی

پاکستان کې د کډوالو کمپونو د افغانستان ضد جنګیالي جذبیږي

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال وايي، له نژدې دوو لسیزو راپدېخوا وسله وال مخالفین په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو له منځه جنګیالي جذبوي او په دغه هیواد کې د کډوالو کمپیونه یې خپل پناه ځایونه او روزنیز مرکزونه ګرځولي دي.

سرور دانش نن دوشنبه «سلواغې۲۸مه» په پاکستان کې د افغان کډوالو د ۴۰ کلونو پوره کېدو په مناسبت نړیوال کنفرانس کې وویل چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په کمپیونو کې"په افغانستان کې د مشروع دولت پر ضد تبلیغات کیږي، حتا د دولت پر ضد ویجاوړنکي او تروریستي جنګونه کوي، دغه وضعیت د دې لامل شو چې په دغه هیواد کې بې ثباتي، ناامني او جنګونه تر اوسه دوام لري."

ښاغلي دانش زیاته کړه چې پاکستان او ایران باید له افغان کډوالو څخه د افغان حکومت په وړاندې د «یوې سیاسي مسئلې او فشار د عامل» په توګه استفاده ونه کړي او کډوال هم د سیاسي مسائلو له امله تر فشار لاندې رانه ولي.

هغه وویل چې خپل هیواد ته د افغان کډوالو ستنېدل باید تدریجي او په داوطلبانه ډول وي.

د افغان کډوالو په اړه نننی کنفرانس

د پاکستان صدراعظم عمران خان هم وویل چې هیواد یې په افغانستان کې د سوله ییزو شرایطو رامنځته کېدو غوښتونکی دی تر څو افغان کډوال بېرته خپل هیواد ته ستانه شي.

هغه پخپل هیواد کې د افغان حکومت مخالفو وسله والو د پټنځایونو په اړه د سرور دانش څرګندونې رد کړې او زیاته یې کړه چې په هیواد کې د افغان حکومت د مخالفو وسله والو پټنځایونه نشته.

نوموړي زیاته کړه دا به د هر حکومت لپاره ډېره ستونزمنه وي چې په کمپونو کې زرګونه کسان تر څارنې لاندې ونیسي.

هغه وویل:"دا هیڅ ممکنه نه ده چې په پاکستان کې د کمپونو زرګونه کډوال تر څارنې لاندې ونیول شي."

عمران خان همدارنګه زیاته کړه چې د هغه هیواد پوځي او ملکي دولت په افغانستان کې د سولې ټینګېدو په اړه ګډ دریځ لري.

دغه غونډې ته د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د خپلې وینا پر مهال د کډوالو د کوربه توب په اړه د پاکستان رول ته په اشارې وویل چې د سولې د توافق رامنځته کېدو په اړه نښې د افغانستان د خلکو د ښه راتلونکي لامل شي.

دا مهال په پاکستان کې ۲.۴ میلیونه افغان کډوال مېشت دي چې ۱.۳ میلیونه قانوني او ۱.۱ میلیون یې له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي..