ایران وایي د ناګورنو قره باغ جګړه په سیمه ییزه شخړه اوړي 

د ایران جمهور رئیس حسن روحاني خبرداری ورکړی چې په ناګورنو قره باغ کې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د جګړې دوام ښایي په یو سیمه ییزه شخړه واوړي.

ښاغلي روحاني د چهارشنبې په ورځ اکتوبر اوومه (تلې ۱۶) وویل: "باید ډیر فکر وکړو چې دغه جګړه په سیمه ییزه جګړه بدله او پراخه نشي. دغه کسان چې د شخړې دواړو خواو کې د جګړې اور ته لمن وهي باید پوه شي چې دا جګړه به د هیچا په ګټه نه وي."

د اذربایجان جمهور رئیس الهام علییوف د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۷ (تلې ۱۶) وویل هیواد به یې هغه وخت د ارمنستان سره خبرو ته کښیني چې د ناګورنو قره باغ د پوځي شخړې حساس پړاو پای ته ورسیږي.

ښاغلي علییوف چې د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین سره یې په تیلیفون خبرې کړي وایي ترکیه حق لري چې په منځګړیتوب کې برخه واخلي.

خو د ارمنستان صدراعظم نیکول پشینیان د ټایمز مجلې ته ویلي چې ارمنستان به اوربند ومني که په جګړه کې له ښکیل کیدو لاس واخلي او «اجیر» سرتیري له سیمې ووځي. ارمنستان ویلي چې شاوخوا ۴۰۰۰ جنګیالي له سوریې څخه اذربایجان ته انتقال شوي دي.

د نړۍ یو شمیر مشرانو هم ویلي دي چې اذربایجان د ترکیې په ملاتړ یو شمیر ملیشه له سوریې څخه سیمې ته استولي دي.

لومړی د فرانسې جمهور رئیس امانویل مکرون او بیا د سوریې جمهور رئیس بشارالاسد، په څرګنده وویل چې ترکیه سوري جهادیان او ملیشه راټول کړي او د اذربایجان د مرستې لپاره یې د ناګورنو قره باغ د سیمې سرحدونو ته لیږدولي دي. خو ترکیه دغه ډول تورونه په کلکه رد کړي دي.

ښاغلي روحاني دغو رپوټونو ته په اشارې وویل: "مونږ ته د منلو نه ده او اجازه نه ورکوو چې تروریستان زمونږ پولو ته نژدې شي.. دا مونږ ته د منلو وړ نده چې نن یو شمیر پدې بهانه وغواړي یو شمیر ترهګر له سوریې او نورو ځایونو څخه سیمې ته او زمونږ پولو ته نژدې انتقال کړي."

د امریکا متحده ایالات د ایران رژیم د تروریزم ملاتړی ګڼي او تل یې په سیمه ییزو جګړو کې د ایران نیابتي جنګیالیو په شتون انتقاد کړی دی. د ایران سپاه پاسداران همداشان په ایران کې د میشتو افغان مهاجرینو څخه جنګیالي استخداموي او هغوی یې د "فاطمیون لوا" تر نامه لاندې د بشارالاسد د حکومت د ملاتړ لپاره د سوریې جګړې ته استولي دي.

ایران د اذربایجان او ارمنستان سره ګډه پوله لري او د ښاغلي روحاني په وینا په وروستیو نښتو کې څو مرمۍ، د توپ ډزې او راکټونه د ایران په خاوره لګیدلي دي.

بلخوا د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین، په یوې تلویزیوني مرکه کې د ناګورنو قره باغ په جګړه کې د اوربند غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې مسکو ددغه "تراژیدۍ" څځه سخت اندیښمن دی.

د ناګورنو قره باغ د روانې جګړې د پیل راهیسې ۱۱ ورځې تیریږي او د رویترز اژانس په وینا پدغه تازه جګړو کې څه دپاسه ۳۰۰ تنه وژل شوي دي. تر اوسه د روسیې، فرانسې او امریکا منځګړیتوب هم نتیجه نده ورکړې.