په داسې حال کې چې ۳۸ ورځې کیږي په ایران کې انټرنټ په قطعي ډول بند دی، دغه هیواد په دې برخه کې خپل نړیوال ریکارد ته یوه بله ورځ هم اضافه کړه.
انټرنټ ته د لاسرسي څارونکي ډلي نټ بلاکس د اپریل په پنځمه نیټه اعلان وکړ چې د ایران رژیم په تاریخ کې د تر ټولو اوږده وخت لپاره د انټرنټ د قطع کیدو، ریکارډ په خپل نوم ثبت کړ او نن دوشبنه ۸۸۸ ساعته کیږي چې په ایران کې انټرنټ په قطعي ډول بند دی.
نټ بلاکس نن دوشنبه اپریل ۶ اعلان وکړ دا محدودیت ددې لامل شوی چې په میلیونونه ایرانیان د جګړې د خبرونو او نړیوالو پیښو په ګډون له خپلواکو خبرونو او نړیوالو معلوماتو څخه بې خبره پاتې شي.
د ایران رژیم د تیر هجري لمریز کال د کب میاشتې له نهمې څخه په عمومي ډول انټرنټ بند کړی چې دا لړۍ اوس هم دوام لري.
نټ بلاکس د کب په ۲۸ اعلان کړی وو چې ایران د انټرنټ په بندیدو کې خپل پخوانی ریکارډ مات کړی دی. په ایران کې د انټرنټ د بندیدو تیر ریکارد د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د مرغومې میاشت وه چې د ایران حکومت د ۲۱ پرله پسې ورځو لپاره پر خلکو انټرنټ بند کړی وو.
په عمومي ډول د انټرنټ بندیدل نه یوازې د خلکو عادي ژوند له جدي ننګونو سره مخ کوي بلکې ددې لامل شوی چې د خلکو غږ هم چپ پاتې شي.
اوسمهال د ایران د رژیم پر پوځي اهدافو د متحدو ایالتونو او اسراییل د پراخو نظامي عملیاتو سره، ایرانیان نشي کولی نړۍ ته خپل غږ ورسوي.
اقتصادپوهان په دې باور دي چې د انټرنټ بندیدل پر کسب و کار او دیجیتلي تجارت هم ناوړه تاثیرات وارد کړي او په داسې حال کې چې ایران له اقتصادي کړکیچونو سره مخ دی، د انټرنټ سراسري بندیدل، د ایرانیانو اقتصادي ستونزي څو برابره کړي دي.
د اقتصادي چارو کارپوه داود سوري د انټرنټ د بندیدو له امله د زیانونو په بیانولو سره ویلي: "په اوسنیو شرایطو کې له کسب و کار سره د دولت لویه مرسته، پر انټرنټ د محدودیتونو رفع کول دي."
په ایران کې د ارتباطاتو د چارو وزیر ستار هاشمي د ۱۴۰۴ کال په مرغومې میاشت کې د انټرنټ د قطع کیدو پرمهال ویلي وو چې د انټرنټ د قطع کیدو او یا اخلال له امله هره ورځ د یاد هیواد اقتصاد ته کابو ۵ زره میلیارده تومانه زیان رسیږي.
ددې وزارت چارواکي په داسې حال کې د انټرنټ د بندیدو په زیانونو خبري کوي چې خپله دغه وزارت پر انټرنټ د محدودیتونو د لګولو اصلي پلي کوونکی دی.