د سعودي عربستان او اسرائیلو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو په درشل کې د اسرائیل حکومت خپلو اتباعو ته رسمآ اجازه ورکړه چې سعوديعربستان ته د تجارت او مذهبي مراسمو لپاره سفرونه وکړي.
دا خبر د یکشنبې په ورځ (جنوري ۲۵) د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر اریه دیري د فرمان له لاسلیک وروسته اعلان کړ.
اسرئیل سره له دې چې د مصراو اردن سره رسمي راشه درشه او قراردادونه لري، خو له فلسطینیانو سره یې شخړه د دې لامل شوې ده چې د نورو عربو هېوادونو سره ښې اړیکې ونشي لرلی.
د دغه نوي فرمان له مخې به په اسرائیل کې مېشت مسلمانان هم وکولی شي چې اوس مستقیما سعودي ته د عمري او حج لپاره ولاړ شي. د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت وايي چې دا اقدام یې د امنیتي او دپلوماتيکو خدمتونو سره په تطابق کې دی.
د اسرائیلو د کورنیو چارو وزارت وايي خپلو وګړو ته به همدغه راز اجازه ورکړي چې د پانګونې، سوداګرۍ او نورو تجارتيغونډو لپاره سعودي عربستان ته ولاړ شي، خو دا سفر باید تر۹۰ ورځو زیات نه وي.
د اسرائیلو اتباع باید سعودي عربستان ته تر دا ډول سفرونو مخکې د سعودي عربستان د کومې حکومتي اداري څخه رسمي بلنه ترلاسه کړي.
د فرانسې خبري اژانس وايي داسې نه ښکاري چې د سعودي په تګلاره کې دې کوم لوی تغیر راغلی وي، خو په دې وروستیو کې داسې نښې نښانې لیدل شوي چې د خلیج هېوادونه غواړي له اسرائیل سره روابط عادي او ښه کړي.
تر دې مخکې د اسرائیل اتباع دنورو هېوادونو او په ځانګړي ډول د اردن له لارېسعودي عربستان ته تلل، خو اوس به مستقیم سفرونه وکولی شي.