د لاس رسي وړ اتصالات

روحاني : اسرائیل د 'سرطان دانه' ده


د ایران جمهور رئیس حسن روحاني اسرائیل د "سرطان غده" او یو "جعلي رژیم" وباله چې د هغه په وینا د غربي هیوادونو له خوا پدې خاطر جوړ شوی چې په منځني ختیځ کې د هغوی علایق پرمخ بوځي.

د ایران جمهور رئیس د شنبې په ورځ (نومبر ٢۴) د اسلامي وحدت په کلني کنفرانس کې وویل "د دویم نړیوال جنګ وروسته یو د شومو اثارو څخه پدې سیمه کې د سرطاني غدې جوړیدل وو".

ایراني مشران اکثراً اسرائیل غندي او د هغه له د منځه وړلو اټلکلونه کوي. خو حسن روحاني چې تر ډیره حده یو میانه رو شخص گڼل کیږي دغه ډول څرگندونې یې بسیاري دي.

د ایران جمهور رئیس همدارنګه وویل چې د امریکا متحده ایالات پدې خاطر "د سیمې له هیوادونو" سره نږدې اړیکې لري چې اسرائیل وساتي. د ښاغلي روحاني اشاره په ظاهره د هغه سیمه ییز سیال سعودي عربستان او متحدینو ته یې وه.

حسن روحاني وویل "که امریکا ددې سیمې یو شمیر هیوادونو ته رښتیا وایي او پرې باور لري، ولې وایي د "هغه" هیواد د رژیم ساتل د اسرائیل د امنیت لپاره لازم گڼم".

ښاغلي روحاني همداشان سعودي عزبستان ته په خطاب کې وویل چې هیواد یې حاضر دی "د تروریزم او د سترو ځواکونو د تیري پر وړاندې" د هغه هیواد دفاع وکړي.

روحآني وویل "تاسې ورور گڼو، مونږ د سیمې ملتونو وروڼه گڼو، مونږ د مکې او مدینې خلک خپل وروڼه گڼو".

سعودي عربستان درې کاله مخکې هغه وخت د ایران سره دیپلوماتیکې اړیکې وشلولې چې ایراني اعتراض کوونکو په عربستان کې د یو مشهور شیعه ملا د اعدام په غبرگون کې په تهران او مشهد کې د سعودي پر دیپلوماتیکو نمایندگیو بریدونه وکړل.

XS
SM
MD
LG