جاپان د تتسو ناکامورا خدمتونه په دولتي مډال وستایل

د جاپان صدراعظم د جاپاني ډاکتر تتسو ناکامورا، خدمتونه د هغه ماندینې ته د دولتي مډال په ورکولو وستایل.

تتسو ناکامورا چې په افغانستان کې د "کاکا مراد" په نامه مشهور و د روانې میاشتې په پیل کې په ننگرهار کې په یو وسله وال برید کې ووژل شو.

د جاپان ټایمز ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې د جاپان صدراعظم شنزو ابې، د شنبې په ورځ دسمبر ٢٨ (مرغومي ٨) د "لمر ختلو" په نامه د هیواد یو تر ټولو لوړ دولتي نښان او ستاینلیک د ناکامورا د خدمتونو په ویاړ د هغه میرمنې ته ډالۍ کړل.

د جاپان صدراعظم په ستاینلیک کې لیکلي دي: "تاسو د جاپان او افغانستان دوستانه اړیکې نورې هم ژورې کړې او د بین المللي همکارۍ او مرستې په پراخولو کې مو د پام وړ ونډه درلودله".

د ډاکټر ناکامورا میرمن، ناوکو ناکامورا، وویل چې د میړه مړینه یې واقعاً د افسوس او تاثر وړ وه، خو "هیله منه یم چې په افغانستان کې نورې زیاتې ځمکې هم خړوبه شي".

ډاکټر تیتسو ناکامورا د لیندۍ میاشتې په ۱۳ د ننګرهار ولایت مرکز د جلال اباد د ښار په لومړۍ ناحیه کې د دریو وسله والو له خوا په ډزو ټپی شو، چې بیا وروسته یې په هماغه ورځ د ورپیښو ټپونو له امله ساه ورکړه. د دغه جاپاني خیریه کارکوونکي سره پنځه تنه افغانان چې څلور یې د هغه ساتونکي او یو یې د هغه موټر چلوونکی و هم ووژل شول.

تراوسه د ناکامورا د وژلو مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی، خو د ننګرهار ولایت چارواکو ادعا کړې وه چې د هغه د مرګ پلان له افغانستان څخه بهر تنظیم شوی و.