خلیلزاد د افغانستان د سولې په اړه خبرو لپاره ترکیې ته تللی 

زلمی خلیلزاد څه موده مخکې په کابل کې له افغان چارواکو سره ولیدل

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزرات وايي چې د افغانستان لپاره د سولې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ترکیې ته تللی چې له بیلابېلو اړخونو سره خبرې وکړي.

ښاغلی خلیلزاد داسې مهال ترکیې ته ځي چې ټاکل شوې بله میاشت په استانبول کې د افغانستان په اړه د سولې یو کنفرانس جوړ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي‌ چې ښاغلی خلیلزاد به هڅه وکړي‌ د افغانستان د جګړې ټولې ښکیلې غاړې د سولې د مذاکراتو د بهیر د قوي کېدو لپاره وهڅوي.

اعلامیه وايي چې ښاغلی خلیلزاد به د دواړو غاړو سره د سیاسي تفاهم په اړه د خبرو لپاره د هغوی د چمتوالي‌ په برخه کې همکاري کوي‌ چې په افغانستان کې عادلانه او دوامداره سولې او اوربند ته لاره هواره شي.

د استانبول کنفرانس به بله میاشت وي او ټاکل شوې چې ولسمشر محمد اشرف غني هم پکې برخه واخلي.

راپورونه وايي‌ چې ولسمشر غني به په دغه کنفرانس کې د سولې په اړه خپله طرحه وړاندې کوي چې یو وړاندیز یې له وخته مخکې انتخابات دي.