د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو عمومي منشي، ژان ارنولد د افغانستان او سیمې لپاره خپل استازی ټاکلی


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش فرانسوی ډیپلوماټ ژان ارنولد د افغانستان او سیمې لپاره خپل استازی ټاکلی دی.

ملګرو ملتونو په یو بیان کې ویلي چې د دغه سازمان عمومي منشي له ښاغلي ارنولد څخه غوښتي چې د شخړو د سیاسي حل لارو ته د رسېدو به برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له سیاسي استازوی (یوناما) او سیمه‌ییزو شریکانو سره همکاري وکړي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند استیفن دوجاریک تیره ورځ خبریالانو ته وویل چې د ښاغلي ارنولد ګومارنه په سوله‌ییزه توګه د افغانستان د لانجې د حل لپاره د ملګرو ملتونو د ژمنیتا د دوام ښکارندويی کوي.

هغه زیاته کړې چې ژان ارنولد به د ملګرو ملتونو د کړنلارې په اساس د سولې له پروسې څخه د ملاتړ او سیمه‌ییزو همکاریو په برخه کې د یوناما له مشرې دیبرا لاینز سره نږدې کار وکړي.

دوجاریک وویل: "د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ترمنځ له مذاکراتو څخه د ملاتړ په موخه د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو ټینګول او د تړونونو عملي کول د (ملګرو ملتونو د عمومي منشي) د شخصي استازي مسولیتونه دي".

د ښاغلي دوجاریک په وینا ژان ارنولد د سولې د ټينګولو او منځګړیتوب د ډیپلوماسۍ په برخه کې زیاته تجربه لري او دغه راز په افریقا، اروپا، لاتینه امریکا او د افغانستان په ګډون اسیايي هېوادونو کې يې د ملګرو ملتونو په استازیتوب دنده ترسره کړې ده.

د افغانستان حکومت د ملګرو ملتونو له دې اقدام څخه هرکلی کړی دی.

له ارګ څخه په یو خپور شوي بیان کې د جمهور رئیس محمداشرف غني له قوله ویل شوي: "د افغان سولې لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په توګه د ژان ارنولد ټاکل ښیي چې افغانستان لا هم د نړۍ د توجه په محراق کې قرار لري او د افغانستان حکومت د بین المللي ټولنې د دې توجه مننه کوي".

له دې وړاندې د امریکا متحده ایالاتو له ملګرو ملتونو څخه غوښتي وو چې د افغانستان د سولې په بهیر کې د ملګرو ملتونو د رول د زیاتوالي لپاره یو استازی وټاکي ترڅو د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د سولې په برخه کې همکاري وکړي.

ژان ارنولد د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته په افغانستان کې د یوناما د مشر او مرستیال په توګه هم دندې ترسره کړي دي.

همدا شان دغه فرانسوي ډیپلوماټ له دې وړاندې د کولمبیا د سولې د مذاکراتو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د استازي او په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي او دغه راز د بولیويا لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د استازي په توګه دنده درلوده.

XS
SM
MD
LG