اسرائیل او لبنان د متحدو ایالتونو په منځګړیتوب په واشنګټن ډي سي کې تر یو لړ خبرو اترو وروسته، د چهار شنبې په ورځ (جون دریمه) د اوربند په پلي کیدو هوکړه وکړه.
د متحدو ایالتونو، اسرائیل او لبنان په مشترکه اعلامیه کې راغلي چې دا اروبند په بشپړ ډول د حزب الله د ډزو په دریدو او د لبنان په جنوب کې د لیتاني سیمې څخه د حزب الله د ټولو جنګیالیو په لري کیدو پورې تړلی دی.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې دواړو لورو، اسرائیل او لبنان هوکړه وکړه چې د اسرائیل او لبنان ترمنځ هر ډول راتلونکي روابط باید د دواړو خپلواکو هیوادونو له خوا ترسره شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د دفتر رئیس دانیل هولر ددې غونډي په پای کې وویل چې دواړو لورو هوکړه وکړه چې هیڅ غیر حکومتي اړخ یا لوري ته به د لبنان د راتلونکې د برمته کیدو اجازه ورنکړي.
هولر وویل، اسرائیل او لبنان ټینګار وکړ چې یو بل ته بد نیت نلري او ژمنه یې وکړه چې د باور د رامنځ ته کیدو، د ټولو اختلافي موضوعاتو د هواري او د یوې پراخې هوکړې لپاره به مستقیمو خبرو ته دوام ورکوي.
دانیل هولر وویل:"د متحدو ایالتونو په مشرۍ د خبرو اترو په نتیجه کې، اسرائیل او لبنان د یو اروبند په پلي کیدو هوکړه وکړه. اروبند د حزب الله له خوا په کامل ډول د ډزو له دریدو او د لیتاني سکټور له جنوب څخه د حزب الله د جنګیالیو د ایستلو سره تړلی دی. دواړو لورو د متحدو ایالتونو په لارښونه په عاجل شکل د آزمایښتي زونونو په جوړیدو هوکړه وکړه کوم چې د غیر حکومتي حلقاتو د ایستلو په هدف به د لبنان حکومتي ځواکونه د سیمې ځانګړې کنټرول اخلي. دا اقدامات به د سولې او امنیت د یوې پراخې هوکړې په طرف د پرمختګ لامل شي."
حزب الله چې له اوږدې مودې راهیسې د ایران نیابتي ډله ده د لبنان په جنوبي برخو کې په ولسي سیمو او د پلازمینې بیروت په جنوبي څنډو کې خپل مرکزونه لري چې په عملي توګه یې دا سیمې د حکومت له کنټرول څخه بهر کړي دي.
ګډې اعلامیې کې ویل شوي چې امریکا "د لبنان د وسله والو ځواکونو د ملاتړ لپاره خپل نیت څرګند کړې ترڅو د هغوی وړتیا لوړه کړي او په ټول لبنان کې د حاکمیت اغیزناکه پلي کیدل ممکن کړي."
په ګډې اعلامیې کې دا هم ویل شوي چې اسرائیل او لبنان موافقه کړې چې د جون په وروستیو کې بیا غونډه وکړي ترڅو د "جامع سولې او امنیتي تړون" په لور کار وکړي.
که څه هم اسرائیل او لبنان په اوربند موافقه کړې خو رویټرز د لبنان د ملي خبري آژانس په نقل د هغه هیواد په جنوب کې د اسرائیل د بریدونو خبر ورکړی دی.
د اسرائیل دفاع وزیر نن پنجشنبې (جون څلورمه) وویل چې هیواد به یې د اوس لپاره د لبنان په جنوب کې د ترهګرو د بنسټونو د له منځه وړلو لپاره خپلو ځمکنیو عملیاتو ته دوام ورکړي.
بلخوا رویترز خبري آژانس راپور ورکړی چې حزب الله د متحدو ایالتونو په مشرۍ د لبنان او اسرائیل ترمنځ اروبند رد کړی دی. د حزب الله مشر نعیم قاسم په یوې بیانه کې ویلي تر هغه چې اشغال وي، مقاومت به هم روان وي.
اروپايي شورا نن پنجشنبې اعلان وکړ چې د لبنان د وسله والو ځواکونو د ملاتړ لپاره یې د ۱۰۰ میلیونه یورو مرسته چمتو کړې ده.
ددغې شورا د اعلامیې له مخې، دا لبنان ته د اروپايي ټولنې څلورمه کمکي بسته ده او هدف یې دادی څو د هغه هیواد د څارنې، امنیت او کنترول په هدف د یاد هیواد د وسله والو ځواکونو ظرفیت لوړ شي.
ددې نوې کمکي بستې سره له لبنان سره د اروپايي ټولنې د مرستو کچه ۱۸۲ میلیون یورو ته رسیدلې ده.